څلور پنځوس کلنه بېنظيربوټو ووژله سوه
سعيد لودين
بې نظير بوټو د پاکستان د خلګو د ګوند مشره، دپاکستان پخوانې صدراعظمه نن پنجشنبه درست درې مياشتي د هغه راهيسي چې و خپل وطن ته ، د تبعيد نه وروسته را ستنه شوې وه ، ديوه ځانمرګي بريد په عملياتو کې ووژل سوه .
بېنظير بوټو په پاکستان کې لومړنۍ ښځه وه چې د جوړسوې اسلامي پاکستان په چاپيريال کې د صدراعظمۍ و پولي ته رسېدلې وه . نوموړې په کال ۱۹۹۹ کې د خپل خاوند آصف علي زرداري سره يوځای د مالي فساد په تور تر څارني لاندي راغله او په بېړه لندن ته فراري سوه .
بېنظیر بوټو، د پاکستان د پخواني صدراعظم ذوالفقار علي بوټو لور وه چې پوره ۵۴ کاله پخوا په کراچې کې زېږېدلې وه . نوموړې د انګليستان د اګسفورډ په پوهنتون کې د قانون، فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخو کې زده کړي کړي وې .
د اکسفورډ د پوهنتون د فراغت نه وروسته بېنظره و وطن ته را ستنه سوه اود پاکستان د خلکو د ګوند غړېتوب يې تر لاسه کړ . نوموړې د ۱۹۷۷څخه تر د۱۹۸۴ کال پوري د سیاسي فعاليت په جرم د جنرال ضیاء الحق د ډيکټاټوري رژيم لاندي په حبس باندي محکومه شوې وه .
په ۱۹۸۴ کې جنرال ضیاء الحق نوموړې ددو کالو دپاره انګلستان ته تبعيده کړه خوبیا وروسته بيرته پاکستان ته را ستنه او په لاهور کې ورته د خلکو لخوا تودهرکلی وويل شو . بوتو د کال ۱۹۸۷ ددسامبر پر ۱۸ دپاکستان د لوړ کچي سرمايه دار آصف علي زرداري سره واده وکړ چې د هغه نه يو زوی او يوه لور لري .
بېنظیر بوټو د خپل سیاسي فعاليت په نتیجه کې د زياتو ستونزوپه درلودلو سره يې و کولای شوه چې په کال۱۹۹۳ کې ددوهم ځل دپاره د پاکستان صدراعظمه و ټاکل شي .
د بېنظیر بوټو د صدراعظمۍ دوره درې کاله زيات دوام ونکړ چې دپاکستان د جمهور رئيس فاروق احمد خان لغاري سره يې د اختلاف مسئله غړکه سوه او د پاکستان د سياسي صحنې نه يې دهغې د ایسته کېدو زمينه برابره او په نتيجه کې نوموړې په کال ۱۹۹۶ کې د صداعظمۍ د مقامه څخه ګوښه کړې شوه .
د بېنظیر بوټو د ګوښه کېدو نه وروسته د مسلم ليګ په ګوند کې د نواز شريف د څانګې برخه په ټولټاکنو کې اکثريت و ګاټه او په نتيجه کې يې نوازشريف د صدراعظم په حيث و ټاکل شو .
د کال ۱۹۹۶نه بيا تر ۱۹۹۹ پوري بېنظير بوټو د خلکو د ګوند رهبري پرغاړه واخيسته او خپل سیاسي فعاليت ته يې تر هغه وخته دوام ورکړ چې جنرال پروېز مشرف د نوازشريف پر ضد پوځي کودتا وکړي او په نتيجه کې هغه برطرفه کړي . د مشرف په واکمنېدوسره بوټو هم په لندن کې و خپل تبعيد ته دوام ور کړ.
بېنظير بوټو پسله اتو کالو تبعید نه د مشرف سره د پردې تر شا خبرو په نتيجه کې سږ کال و پاکستان ته را ستنه سوه او داسي يې انګېرله چې ګني د ډيموکراسۍ د فضا په را مينځته کېدو سره به و خپل ولس ته خدمت وکړي خو د خپل راستنېدو نه پوره درې مياشتي وروسته يې خپل سر و خوړ او د پاکستان مستقبل يې د زياتو نورو جدي پوښتونو سره د سيمي و بازيګرانو ته پرېښود !!