کور / z_buitenland_news -- 5 / دبېنظيربهوټو په وژنه ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه راوبلله !

دبېنظيربهوټو په وژنه ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه راوبلله !



تازه خبر ښيي چې دپاكستان دپوانۍ مشري او دپېپلز ګوند دمشري بېنظير بهټو پرمړينه دملګروملتونو دسلامتي كونسل غونډه رابلل شوې ده .


 اټكل دى چې په غونډه كې به دپاكستان پراوسنيو حالاتو خبري وشي خو دالاڅرګنده نه ده چې دغه غونډه به كله وشي . خبري سرچينې وايي چې په پاكستان كې حالات مخ په خرابېدودي اوتازه خبرداچې په لاړ كانه كې خوشال اكسپريس يعني دخوشال پهنو م اور ګادي ته هم اور اچول شوى .


څو دقيقې مخکي د امريکا ولسمشر جارج بوش په خپله بيانيه کي د بېنظر بوټو پر مړينه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چي بې نظير بوټو د پاکستان د موکراسۍ په لاره کي خپل ځان قربانی کړی . هغه وويل چي عاملين بايد محکمې ته راکش کړل سي .


دغه ډول څو دقيقې مخکې د برتانيې لومړي وزير ګارډن براون په خپله رسمي اعلاميه کي پر بېنظير بوټو بريد په پاکستان کي پر دموکراسۍ بريد وباله . هغه وويل پر دموکراسۍ بريد کوونکو ته بايد اجازه ورنه کول سي .


له پاکستانه په وروستيو خبرونو کي ويل کيږي چي په يو شمېر لويو او وړو ښارونو کي په بازارونو کي موټرونو او دکانونو ته اورونه ورته سوي دي ، دغه ډول د ځينو چاودنو خبر هم ورکړه سوی دی .


د پاکستان ولسمشر مشرف په خپله بيانيه کي د بېنظير بوټو وژنه وغندله د پاکستانيانو څخه يې د زغم او حوصلې  غوښتنه وکړه او درې ورځي يې ملي ماتم اعلان کړ .


ددې موضوع په اړه وروستي معلومات په پرله پسې توګه پرليکه کيږي . لراوبر بيا وګورئ .