کور / z_buitenland_news -- 5 / د بېنظربوټو مېړه اصف زرداري پاكستان ته روان شو

د بېنظربوټو مېړه اصف زرداري پاكستان ته روان شو



دپاكستان دپېپلزګوند دمشري بېنظيربهوټو مېړه اصف علي زرداري ديوې ځانګړې الوتكي په وسيله دعرب عماراتو ددوبۍ له هوايي ډګر ه دپاكستان پرلور وخوځېدوته چمتوشو .


په دوبۍ كې داصف علي زرداري نېژدې يوه كس لراوبې ويپاڼي ته وويل چې نوموړى به دپاكستان پروخت دسهار پر درې بجې راولپينډۍ هوايي ډګر ته ورسېږي .


 داچې دنوموړي تر ورسېدوپوري به په پاكستان كې حالت څنګه وي خو خبريالان وايي چې دپاكستان په ګڼ مېشته ښار كراچي كې تر اتيا زيات موتر سوځول شوي دي .


دهغه هيواد له بېلابېلو برخو څخه دتاوتريخوالي راپورونه رارسېدلي او دپنجاب ايالت راولپينډۍ، لاهور،  او ملتان ښارونو ته پوځ وربلل شوى دى . خو تر دامهاله ډېري پېښي يوازي په سيند ايالت كې شوي دي . سيند دمېرمن بهوټو پلرنى ټاټوبى دى او ددې مړى به هم په سيند كې په ګهړي خدابخش سيمه كې له خپل پلارظلفقار علي بهوټو سره ترڅنګ خاوروته وسپارل شي .