کور / z_buitenland_news -- 5 / په كراچي كې پنځه كسان ووژل شول او ګڼ نورټپيان دي

په كراچي كې پنځه كسان ووژل شول او ګڼ نورټپيان دي

ځانګړي خبرونه :
پرله پسې ډزي دپاكستان دګڼ مېشته ښار كراچي له بېلابېلو برخو څخه اورېدل كېږي يوه ځايي خبريال لراوبر ويپاڼي ته وويل چې دكراچي په سهراب ګوټ كې درې او مسيح روډ كې ددووكسانو مړي موندل شوي چې په مرميو لګېدلي دي .


 بېلابېلي سرچينې دګڼو كسانو دټپي كېدوخبري كوي د. دكراچي ښار ګڼي برخي له بريښنا څخه بېبرخي دي خو پربېلابېلو څړكونو اورونه بل دي .


 خبريالان وايي چې ډيرى ښځي او نارينه كسان چې له دفترونو كورونو ته تلل په لارو اوياهم له خپلو كورونو دباندي بند پاتي دي . پركراچي يوځل پيا دغم څپه خوره ده او دپاكستان ډېرى خبري رسنۍ وايي چې دپاكستان په بېلابېلو برخو كې بېمثاله ګډوډى پېل شوى دى .


خبري سرچينې وايي دسيند په ګورنر هاوس كې دلوړپوړوچارواكو غونډه پېل شوې او اټكل دى چې كراچي ته به هم پوځ وروغواړي ، البته اوس دپنجاب ايالت ډيرى برخي پاكستاني پوځ په خپله ولكه كې اخيستې دي .


د دې موضوع وروستي خبرونه له لراوبر ويبپاڼي څخه په پرله پسې ډول پرليکه کيږي .