کور / z_buitenland_news -- 5 / بېنظير بهوټو ترمرګ وړاندي حامد كرزي ته ډاډ وركړ

بېنظير بهوټو ترمرګ وړاندي حامد كرزي ته ډاډ وركړ




بېنظير بوتو د خپل ژوند په وروستۍ ورځ له افغان ولسمشر حامدکرزي سره ۴۵ دقيقې ليده کاته وکړه



پاكستان ته دافغان ولس مشر حامدكرزي دوروستي سفر پرمهال دپاكستان دپيپلز ګوند مشري بېنظيربهوټو وويل چې كه ټولټاكنو كې بريالۍ شي دافغانستان سره به خپلو اړيكو ته داسي لاره هواره كړي چې ددواړو هيوادونو په ګټه وي .
هغې دولس مشر كرزي سره په خپلو خبرو كې ويلي ووچې ترهه ګري دپاكستان او افغانستان دواړو هيوادونو په زيان ده ، مېرمن بوتو ښغلي كرزي ته ډاډ وركړ چې دافغان كډوالو ستونزو ته به هم تربرياليتوب وروسته بېړنۍ پاملرنه وكړي ، خو نوموړې تربرياليتوب وړاندي دترهه ګرۍ ښكارشوه . لومړى پرې ډزي وشوې اووروسته ځانمرګي بريد ددې په شمول تردېرشو زيات كسان ووژل او شاوخواپنځوس نور يې ټپيان كړل .