دپاكستان مسلم ليګ ګوند په ټولټاكنو كې برخه نه اخلي

د لراوبر اداره | دسمبر 27th, 2007


دپاكستان مسليم ليك ګوند يوه لوړپوړي غړي خبري رسنيو ته وويل چې مسليم ليګ نواز ګروپ به دهغه هيواد په راتلونكو ټولټاكنو كې برخه نه اخلي ، البته رسمي اعلان به سبا سهار دپاكستان مسليم ليګ ګوند مشر نوازشريف كوي .



مسليم ليګ داپريكړه وروسته له هغه وكړه كې دبيپلز ګوند مشره بېنظير بوټو په يوه ځانمرګي بريد كې له دېرشو كسانو سره ووژل شوه ، په پاكستان كې تل دورته پېښو تورونه ياخو دهغه هيواد پراستخباراتي ايجنسۍ آى، ايس، آى لكېږي او ياهم سيال ګوندونه په ورته پېښو خپل سيالان تورنوي ، كارپوهان وايي ښايي دمسليم ليګ نواز ګروپ بايكاټ به له ټولټاكنو څخه هم دغه معنا ولري .


 

Copyright Larawbar 2007-2024