کور / تازه خبرونه / ګريشك: دوه غبرګ ځانمرګي وسول

ګريشك: دوه غبرګ ځانمرګي وسول


د يكشنبې په ورځ د هلمند په ولايت كي دوه غبرګ ځانمرګي بريدونه وسول، چي درنه مرګ ژوپله يې اړولې ده.
د هلمند ولايت د امنيه قومندانۍ مرستيال كمال الدين خان وايي بريد د ګريشك د په بازار كي د ټكسيانو په يوه اډه كي وسو چي پوليس د مړيو په ټولولو بوخت ول، دوهم بريد هم ورباندي وسو.
د مړو او ټپيانو دقيق شمېر نه دى معلوم خو چارواكي وايي د پېښي اكثره قربانيان عام وګړي دي.
د تېري اونۍ په پاى كي هم د ګريشك په ولسوالي كي يو ځانمرګى بريد سوى وو، چي د تر ۵۰ زياتو كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
د پنجشنبې د ورځي په ځانمرګي بريد دوه برتانوي عسكر هم وژل سوي وو.