کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زموږ ملت ګروګان دئ !!!

زموږ ملت ګروګان دئ !!!

د تېرې دوشنبې په ورځ د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په دوو یومخ ویجاړو شویو کلیو كې يو سلو اووه څلويښت بې ګناه وګړي د امريكاي پوځيانو په بمبارۍ كې وژل شوي دي
 دا بهرنيان د خپلو هوساينو لپاره زموږ سرونه وهي او اوو ورځيني ماشومان مو قتلوي ، څوك مو په يوه نامه وژني او نور مو لا په نورو نورو نومونو وژني .
آيا دا پخپله ښكاره عام وژنه نه ده ؟
كه تروريزيم وي نو آيا دا افغان ولس چې وژني دا ښكاره تروريزيم نه دى ؟
كه د بشر د حقوقو خبره وي نو آيا يوازې دوى بشر دي او افغان ولس بشر نه دى ؟
له دې سره سره بيا هم په رنګ رنګ بهانو زموږ دغه ربړيدلى ولس په هره وسيله چې وي وژني مو .
تر ټولو خندېدونكې خبره دا ده چې وروسته له دې چې ولس تباه كړي نو يوازې وايي چې (بښنه غواړو) د دوى دغه خبره او يا هم بښنه زموږ د سرونو په بيه تماميږي .
بيا د دولت يو بل عنعنوي او يا هم سليقه وي كار چې هر كله وروسته له داسې پېښو يې تكراروي نو هغه د كميسيون ټاكل دي او بس !!!
كميسيون كله چې د د پېښې ځاى ته ورسيږي نو د ولايت له مقام سره يو ځاى ميلې او چړچې كوي بې وزله ولس څخه څوك هم احوال نه اخلي . د يوې يا دوو اونيو وروسته كله چې ټاكل شوى كميسيون بېرته پلازمېنې ته راشي . دوى دولت ته خبر هم نه وركوي ، او دولت هم له هېرې وځي او يا هم ځان ناګاره اچوي . څوك د هغو بېوزلو يتيمانو او كونډو پوښتنه نه كوي … .
د پلازمېنې ولسمشر كله چې خبر شي نو د يوې اعلاميې په خپرولو سره پېښه غندي او د لا څېړونو امر هم وركوي خو خدازده چې هغه څوك پلى كوي او كه څنګه ؟؟؟
د فراه ولايت په پېښې كې كله چې انساني فاجعه رامنځته شوه او امريكايانو ځانونه ملامته وګڼل نو سمدستي د امريكې ولسمشر ، د بهرنيو چارو وزيرې او په پلازمېنې كابل كې د امريكايي پوځونو لوړپوړي قومندان هم خپله خواشيني ښكاره كړه او د لا څېړنو غوښتوونكي شول .
په همدې وخت كې د امريكا د دفاع وزير ګيتس هم په پلازمېنې كابل كې د يوې خبري غونډې په مهال وويل چې له پېښې دى خبر دى . او هماغه كليشه يي خبره چې د پېښې په اړه نورې څېړنې كوي .
افغان ولس به يو هم پاتې نه شي كله چې دوى څېړنې كوي !!!
نو د لته د دولت دنده څه ده ؟
دې پوښتنې ته په ځواب كې بايد ووايم چې د دولت دنده په داسې حال كې دا ده چې دوى بايد په لومړي ګام كې هلته سمدلاسه صحي كاركوونكي وليږي . په دويم ګام كې هلته سمدلاسه مړي او ټپيان له خاورو اېرو څخه واېستل شي .
په درېيم ګام كې د هغو بې وزلو څخه پاتې وګړو ته سمدلاسه د اوسېدنې لپاره ځاى ، خوراكي او د پوښاك لپاره توكي واستوي .
خو زموږ دولت هــۀ !!!
امريكايي پوځ له ۲۰۰۱ زيږيز کال راپه دې خوا ، د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلي دي ، ترټولوزیات ملکي تلفات دي چې د دغو ځواکونو له لوري افغانانانو ته اړول کېږي .
تردې مخکې په یووارډېر افغانان د تېرکال د اګست په میاشت کې د شینډنډ په عزیزاباد کې کلي د امریکايي پوځیانوپه بمبارۍ کې وژل شوي ول .په عزیزاباد کې ترسلو زیات بې ګناه افغانان وژل شوي ول .
د پېښې په اړوند په فراه ولايت كې په سلګونو فراه والو د لاريون په ترڅ کې د امنیتي ځواکونولورته ډبرې وویشتې او مړه دې وي امریکا نارې یې وهلې .پرمظاهره چیانو د پولیسو د ټوپك په ژبه ځواب وركړ چې شاوخوا شپږ تنه يې ټپيان كړل او يو تن يې په كې ووژاه .
په پاى كې له دولت او بهرنيو ځواكونو څخه په كلكه غواړو كه مو په دې وطن كې پرېږدي چې ژوند وكړو خو ښه خبره ده، او كنه نو، موږ ته دې په ښكاره ووايي چې دا وطن پرېږدئ .
چې دا وطن به دوى ته مبارك كړو، نور خو زموږ له وسې څه نه كيږي .
زموږ ولس دم شېبه برمته دى او له خداى ﷻ څخه غواړو چې موږ له دې حالت څخه وباسي .


په فراه کښی د بمبارۍ د قربانيانو په اړه د رويټرز راپور :



د ډيورنډ پوري غاړه سوات کښي د جنګ – جګړو له امله د نژدې يو مليون کورنيو بې ځايه کېدل :