" /> " /> " /> " /> مسکو: د ګاز په يو پايپ لاين کښي اور ۵ تنه زخميان کړله – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / مسکو: د ګاز په يو پايپ لاين کښي اور ۵ تنه زخميان کړله video

مسکو: د ګاز په يو پايپ لاين کښي اور ۵ تنه زخميان کړله video

دروسيې په مرکز مسکو کښي دشپې ددوولسو بجو څخه وروسته د ګاز په يو پيپ لاين کښي د يوې چاودني له امله يو لوی اور رامنځته سو چي لمبې يې تر سلو مترو پوري جګېدلې .

اور چي  تر سهاره پوري بل وو ۵ تنه زخميان کړي دي چي تر تداوي لاندي دي او يو لوی تعمير يې په خپلو لمبو کښي پټ کړئ وو چي د سيمي نژدې اوسېدونکي هم د اور له ويري د خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ سوي دي .

دا چي دا چاودنه څنګه رامنځته سول تراوسه څرګنده نه ده خو زياتره دا ډول پيښي دګاز د پايپ لاينونو د ډېر زوړوالي له امله رامنځته کيږي .


دااور د خپل ډول له مخي په تيرو ۶۴ کلونو کښی تر ټولو لوی او خطرناکه اور دئ چي په وژنه کښي يې ۳۵ د اطفايې بېلابېل ګروپونه په کار اچول سوي دي .


د روسيې د مخابراتو يو شرکت وويل چي د اور له امله د مځکي لاندي کېبلونوته د زيان اوښتولو له امله د دوی اتيا زره مشتريان د ټيليفون او انټرنټ له اسانتياو څخه بې برخي سوي دي .


 


وېډيو :