کور / سياسي / انتخابات، فرصتونه، او ډاکو فهيم

انتخابات، فرصتونه، او ډاکو فهيم

په تېره اونۍ کي د افغانستان په انتخاباتي پروسې کي څو مهمي پېښي را مينځته سوې. دلته هڅه سوې ده چي د هري حادثې په باره کي لنډه تبصره وسي او هم يې ځينو مهمو دلايلو او عواملو ته اشارې وسي. لمړى، ښاغلى کرزي د شمال اتيلاف مشهور ډاکو او د بشر د حقوقو لوى متجاوز قسيم فهيم خپل لمړى مرستيال ونوماوه؛ دوهم، د کرزي سفر امريکا ته او د امريکايي چارواکو سره د هغه د کمزوري مشرتابه په باب زياتېدونکې اندېښنې دي؛ دريم، جمهوري رياست مقام ته د ښاغلي اشرف غني کانديدېده دي؛ او بالاخره څلرمه پېښه په فراه کي د عامه خلکو قتل عام دى.


لمړى، تېره اونۍ ښاغلى کرزي يو ځل بيا د افغان ولس پر ټپونو باندي نوره مالگه ودوړوله، او د شمال مافيا نامتو قاچاقبر قسيم فهيم يې خپل لمړى مرستيال وټاکى. که څه هم، د ډاکو فهيم د نومولو وروسته پدې باب په افغاني مطبوعاتو کي يو شمېر مقالې خپرې سوې، خو د کرزي د محرک په باب چندان څه ندي ويل سوي. مانا دا چي ولي ښاغلي کرزي فهيم انتخاب کړ؟ ايا فهيم به په انتخاباتو کي د کرزي لپاره گران او مرگانى تمام نه سي؟


ښاغلي کرزي ځکه فهيم بيا په غېږ کي ونيو چي هغه پوهېږي چي دا ځل به په پښتني سيمو کي کرزي او د هغه پښتون ضد ټيم ته چندان څوک رايه ور نه کړي. ځکه پښتنو ته د تېرو اتو کلونو ترخو تجربو دا وښوده چي د هغوى لپاره تر کرزي دوستم، پدرام، او حتى بچه سقاو هم ښه او بهتره دى. ځکه په هغه صورت کي به د پښتنو تکليف معلوم وي، موږ به پدې پوه يو چي د يوه قومي غليم سره مخامخ يو. خو دمگړى خپل مو وژني او نوم مو هم ورسره بد دى. په اغلب گومان کرزي د افغانانو همدا احساس درک کړى دى، او پوهېږي چي د جمهوري رياست د بيا تر له لاسه کولو لپاره مجبوره دى چي يو ځل بيا د پخوانيو قاتلانو او جنايتکارانو سره بايد ايتلاف وکړي. هغه پوهېږي چي دا پلا په پښتني سيمو کي انتخابات ممکن ندي، او که چيري په ځينو ښارونو کي هم د انتخاباتو فرصت برابر سي، بيا نو پښتانه ده ته قطعا رايه نه ور کوي. نو بنا، د ډاکو فهيم سره معامله ښايي د شمال ولايتونو ځيني رايي د کرزي ټکټ ته را جلبي کړي. مگر زه باور لرم چي د کزري همدا اټکل سخت سست او لرگيني پښې لري. کرزى په پښتنو کي رټل سوى دى، نو بنا پردو ته اړ سوى دى. کله چي يو سياستوال خپل بېس او اډه له لاسه ورکړي، د هغه سياستوال زوال او سقوط حتمي او مسلم دى.


بلخوا، د فهيم انتخات پښتنو ته يو ډول چلنچ هم دى. په بل عبارت، کرزى پښتنو ته وايي چي لاس مو تر لندنه ازاد.( نه تاسو ماته رايه راکوئ او نه هم زه تاسو ته کمه اړيتا لرم.) زه پوره باور لرم چي د کرزي همدا سياسي گستاخي به خامخا د هغه تور او کرغېړن پېر ته خاتمه ورکړي. زه گومان کوم چي دا زموږ ايماني او ملي دنده ده چي د کرزي د ماتولو لپاره ملاوي وتړو،او کرزى او د هغه جنايتکاره ډله د تاريخ کندي ته ور ټېله کوو. مانا دا چي لدې ناسور څخه ژر تر ژره خلاصېدل د ټولو افغانانو په خير او گټه ده.


دوهم، واشنگټن ته د کرزي او زرداري راتگ دى. پدې تېرو ورځو کي، دا په ډاکه سوه چي د اوباما اداره د کرزي او د هغه له ټېم څخه د خلاصېدو پر لارو چارو باندي غور کوي. په واشنگټن کي، د کرزي د مشرتابه په اړه جدي اندېښنې موجودي دي، او د هغه وروستۍ ټاکونو او اقداماتو همدا موجه اندېښنه لا غښتلې کړېده. واشنگټن پوهېږي چي د کرزي په شتون کي د افغانستان لانجې حلېدلاى نه سي. کرزى د ليډرشيپ په کسر اخته دى. هغه د مشرۍ کفايت او قابليت نلري. هغه په اتو کالو کي پرته له ناکامۍ او خجالت څخه بل هيڅ لاسته راوړنه نلري. لنډه دا چي په واشنگټن کي د کرزي د بيا انتخابېدو لپاره هيڅ ډول ملاتړ نسته، بلکي د هغه د تگ او ختمېدو لپاره شپې او ورځي شمارل کېږي. په امريکايي مطبوعاتو او تلويزيونونو کي د کرزي ملاقات او سفر ته دونه لږ وخت ور کړه سوى وو چي سړى هيڅ گومان نه کاوه چي هغه دي په واشنگټن کي وي. دغه راز، په مطبوعاتو کي د کرزي لپاره هيڅ ډول جدي ښه نظر ندى بيان سوى.


دريم، د ښاغلى اشرف غني کانديدي ده. داسي ښکاري چي تر اوسه پوري ښاغلى اشرف غني يوازنى ملي، پاک، او با اعتباره کانديد دى چي کولاى سي د افغانستان مختلفي ډلي پر ځان باندي راغونډي کړي. هغه د ښه شهرت خاوند دى. تورت او پاک سړى دى. د کرزي د ادارې په فساد، سازشونو، لوټ او تالان کي لتاړ ندى. دغه راز، د هغه دوه مرستيالان هم د قتل او جنايت سابقه نلري، بلکى د ښه نامه خاوندان دي. پدې کي هم شک نسته چي ددې ځل انتخاباتو نتيجه به يوازي او يوازي په لويو ښارونو کي ټاکل کېږي، ځکه په کليوالي سيمو کي نه امنيت سته، او نه هم افغانان په مجموعي کي او کليوال خلک په خاصه توگه په راتلونکو انتخاباتو کي د گډون لپاره کمه علاقه لري. د افغانستان مطلق اکثريت خلک د کرزي اته کلني دورې دونه ستړي او بېزاره کړي دي چي د هغوى د برخي اخيستلو هيڅ نښي نښانې نه لېدل کېږي. نو بنا، که چيري د انتخاباتو گټل غواړو مجبوره يوو چي پر لويو ښارونو باندي تمرکزو سي او پدې ډول کرزى او ډاکو فهيم مات او ورټل سي. په ښارونو کي هم يوازي باسواده خلک ښايي په انتخاباتو کي څه برخه واخلي، نو بنا انتخاباتي کمپېن بايد د افغانستان د ښاري خلکو د گټلو لپاره منظم او ترتيب سي.


او بالاخره څلرمه بدمرغې حادثه د فراه قتل عام دى چي زه يې له هر لحاظه غندم. د فراه، عزيز اباد، هسکي مېني، کندهار، روزگان، او پدې تېرو اتو کلونو کي نور قتل عامونه دي چي د کرزي کمزورې مشرتابه او ملي ضد ادارې څېره يې نوره هم رابرسېره کړه. د فراه د ولايت قتل عام د عزيز اباد په څېر د قومي بديو او د امريکا په مشرۍ د بې باکه او قتلانه حملو يوه بله غمجنه بېلگه ده. خو لدې واقعې څخه بايد دا نتيجه واخيستل سي چي د کرزي حکومت نور بايد ختم سي، او پر ځاى يي يو داسي نوى حکومت راسي چي د افغانانو امنيت وساتي، اقتصادي پرمختگ راولي، او يو نوى پېر اغاز کاندي. والسلام.  

تبصره نسته

  1. کرزى صاحب کېداى شي چې ځان به ډير درته هوښيار ، سياست پوهه ،
    تجربه کار او په ملت مين ښکاري که دغه ځانګړټياوې لومړى په تا کې موجودې هم وې
    ، خو اوس داسې ښکاري چې له لاسه دې ورکړي او نور عام ملت درباندې باور نه کوي .

    د هر سړي عيب د هغه سړي د ولي منځ وى ، چې ده ته نه ښکاري ، خوبل
    سړى يې ښه ويني ، چې کرزى صيب ته هم  په دغه ډول خلکو کې راځې او خپل عيبونه
    نه وينې اوستا په شاوخوا راتاو کسان چې ستاعيبونه ويني ، هغه يې د ډالري معاش او
    څوکۍ په موخه نه درته وايي او له عام ملت سره خو ته اړيکې نلرې ، چې تا د عام ولس
    له ستونزو، وړانديزونو، ځورونې  او نظر څخه خبر کړي .

    په دا تېرو اوو کلونو کې دې د يو شمېر لاسته راوړنو ترڅنګ داسې
    ګلان هم کرلي، چې تاريخ به يې نورو نسلونو ته په زرينو کرښو پرېږدي ، لکه په هسکه
    مېنه کې ستا د ملګر ( امريکايانو) لخوا پر واده بمبار چې د ناوې او زوم په ګډون په
    لسګونو کسان په کې ووژل شول او همدومره نور ټپيان شول ، دغه راز په شينډنډکې پر يوه
    کلي بمبار چې له سلو تنو زيات کسان په کې ووژل شول ، په لغمان او نورستان کې بمبار
    او د لسګونو کسانو وژل کېدل ، دغه راز په خوست کې د اوه ورځيني ماشوم وژل او د بل
    څلور کلن ماشوم په سپي داړل ، همدارنګه په کندهار کې د يوې ناوې او زوم په ګډون د
    اتلسو کسانو وژل ، په فراه کې د شاوخوا ١٥٠ عامو وګړيو وژل  … او نورې
    دردونکې وژنې شاملې دي .

    همدارنګه دې د زور ،  فشار او څوکۍ ساتلو لپاره د څو
    ولسواليو ولايت کول يوه بله کړنه ده ، چې اوس ستا دويم مرستيال  د څو نورو
    ولسواليو ولايت کول هم غواړي ، چې ددې هېواد په لوى ټبر دې يو بل ميخ وواهه او د
    هېواد د نوموتو اتلانو په نومونو دې مډالونه داسې کسانو ته ورکړي ، چې ددې هېواد
    تجزيه ، بې ثباتي او وراني غواړي .
    دا تېر اوه کاله خو دې حکومت ټول په مصلحت ،
    معامله ، غولونې ، اوښکو تويونې ، کله په احساساتي او کله په خندا، (خداى مو
    راوله)  او نور ويناوو او کړنو سره وکړ ، خو اوس دې بيا وار له مخکې تېرو کړنو
    ته په کتو سره  هغو معاملو ته لاس اچولى ، چې هغه تېرې به ورته  هيڅ هم
    نه وي ، چې ښه بېلګه يې ستا د دوو مرستيالانو چې په حقيقت کې مرستيالان نه ، بلکې
    پښې وهونکي او غوڅوونکي دي ، چې يواځې د خپلو قومونو او سيمو په خدمت کې بوخت وي او
    بل قوم ، په طالب ، القاعده ، حزب اسلامي ، پاکستاني  او نورو نومونو تورنوي ،
    شکنجه کوي يې ، ځمکې ، کورونه ، نغدې پيسې  يې  او د سر سړي يې ترې اخلي
    او ته ورته مډالونه ورکوې او بيا ورته وايې چې الله مو راوله .
     هغه تېر ځل
    هم تا احمد ضيامسعود او خليلي په دې موخه خپل  مرستيالان ټاکلي وو ، چې په دوى
    پورې اړوند قومونه تاته رايه واچوي ، خو يوه قوم قانوني او بل محقيق ته رايه واچوله
    او ته يواځې بيا همدې لوى ټبر ( پښتون ) ته رڼې سترګې پاتې شوې او دې قوم له ننګه
    ځوانانو خو پرېږده ، چې ان اتياکلنې ښځې او سپين ږيري يې په خرو سپاره کړل او تاته
    يې رايه واچوله ، خو تا يواځې د همدغه قوم په مېشتو سيمو کې جګړه ، بمبار ، ترور ،
    په سپيانو داړل ، د ناوې او زوم ، قومي مشرانو او علماوو وژل جاري وساتل ، په دې
    ونه توانېدې چې ددې بدبختيو لامل  او د حل لار ورته پيداکړې ،ولې ستا په
    موجوديت کې ستا په باتور قوم د تروريست ، القاعده ، ترهګر او نور نومونه ايښودل
    کيږي ، خو پوښتنه پيدا کيږي چې په دا نورو قومونو کې دا ډول کسان  نشته ؟

    اوس دې بيا هغماغه ډول کسان د مرستيالانو په نومونو ټاکلي ، چې
    بيا به په تا څه ډول کانې وکړي ، خو اوس فکر نه کوم چې ددې مرستيالانو له نومونې
    وروسته څوک درته رايه درکړي ، ځکه ستا رايه اوس هم په پښتنو سيمو کې ده او هغه قوم
    او سيمې څومره چې ستا په واکمنۍ کې  په بېلابېلو نومونو ځپل شوې دي ، ډير وخت
    داسې نه وې ځپل شوې .
    کرزى صيب اوس نو ددې مرستيالانو په ټاکلو
    سره ددې لوى قوم له رايې لاس پريمنځه او د همغو مرستيالانو رايې ته سترګې په
    لار شه، چې تا پرې تکيه کړې ده .