کور / نثر / د مينې يوه ګيله

د مينې يوه ګيله

سهار کله چې لمر خپله سره لمن او زرينې زلفې په ځمکه او اسمان غوړولې ، زه د خپلې کوټې د کړکۍ تر څنګولاړه وم او د فطرت انځورګري مې څارله، چې دې کړکۍ يوې څنډې ته مې پام شو. د کړکي يوې څنډې ته د لمر زرينې او تودې وړانګې رسېدلي وې او هغې ته يې ښايست، تودوخه او ځلا وربښلې وه او بله څنډه يې له دې ټولو بې برخې وه. د کړکۍ دواړو اړخو ته مې په انند سره کتل ، څومره ډير توپير يې وو.هلته چې د لمر رنګينې پلوشې خورې وې هلته رڼاوه،ځلا وه اوتودخه! او هلته چې لا لمر نه و پر مهربانه شوی اوپر خپلو وړانګو يې لا نه وه نازولې، سړه وه، تياره وه اوبې نوره . دا څنډه څومره بې تابه وه چې کله به لمر پر دې هم خپلې زلفې غوړوي. ما هم د کړکۍ له دې څنډې سره انتظار شريک وکړو او غوښتل مې وګورم چې څه وخت اوڅنګه لمر خپله تودخه او مينه دې څنډې ته پېرزوکوي او څه ډول احساس راپنځوي . موږ دواړو ډېر انتظار وکړو، خو لمر بيخي خپل اړخ واړولو او موږ يې همداسې ناهلي پرېښودلو.ما د کړکۍ بې برخې څنډه له خپل غم او درد سره پرېښودله او په خپلو سوچو کې ډوبه شوم. هغه وختونه مې را ياد کړل چې ته زما د ژوند يوه برخه نه وې ګرځېدلې، هغه وخت چې لا نه پوهيدم چې ستا په څېر د مينې معبود هم شته.
هو زه هوبهو د هماغه کړکۍ د بې لمره څنډې په څير وم .ژوند مې د هغې په څېر سوړ، په تيارو کې ډوب او بې مينې و. د مينې ښايسته رنګونه مې سترګو ته نه وو په نڅېدلي. د چا د مينې تودخې مې زړه نه و په ټوپو کړی.د چا د ليدو لپاره مې سترګې کله په ﻻره نه وې
ستا په راتلو سره زما ژوند خپله ټوله بڼه بدله کړه. ستا د مينې نور او تودخې له دومره لرې والي سره بيا هم زما زړه دومره بې قراره کړو؟ ستا د وصال هيله مې په خيال کې د شاهين په څير در په هوا کړي او تا خپل کړي. ستا انتظار هم دومره ښايسته او سحرګر دی چې په تنهايې کې مې يواځتوب ته نه پريږدي. ستا درلودل زما د زړه سکون او يو خوږ احساس دی. خو زما لاليه ، يوه ګيله لرم تا نه!
 
ولې مې ژوند ته ډير پخوا نه راتلې؟
 
ولې دې دا دومره ځنډ کړو، ولې؟؟؟