کور / کیسه / خاشې

خاشې

پخوا چي کوچنی وم په مکتب کي مي يوه لنډه کيسه د رنګينو انځورونو سره په يو کتاب کي ويلې وه. په هغه کيسه کي يوه ماشومه اور لګيت خرڅونکې نجلۍ د کرسمس په داسي شپه چي پر ټوله ښار درنه واوره شروع يي ، تاريکه د يخ په حصار کي يي او هوا بخپله وحشي چئغي په پوري په يوې ګرمي پناه پسې ګرځي، راوځي چي څو خاشې خرڅي کړي او يو غيران وګټي تر څو خپل د پلار د قهر څخه بچ سي. هغه بېچاره د دعوتو او خوشحاليو په دا رنګينه او مړې شپه وږې او د دې ستري مذهبي شپې د نوره بې برخې پاته سي. په دې سړې شپې چي د هر بامه څخه د ګرمو بخاريو دودان پورته کېږي، د هر کور څخه د خوشحاليو قهقهې سرمسته دباندي په نڅا راوڅي…مګر د چا پام و دې ته نه ور اوړي…دا ماشومه د اورلګيت د خاشو په رڼا او تودوالي کي په لڅو پښو په دې واورينه شپه د خوبو تر منزله د خيال څو ګامونه اخلي.هغه معصومه د هري خاشې په رڼا کي د هر خوب تعبير وويني. د خاشې د بلېدو ځخه تر مړه کېدو پوري خپل د ارمان ټوله دنيا وويني .مګر چيري چي انسان ملګري نه کوي هلته به نرۍ نرۍ خاشې ځنګه او تر کمه کومک وکړي .خاشې خلاسي سي او ساه ودريږي… .سهار چي خلک راووځي نو د هغې د يخ او شخ بدن و تماشې ته ودريږي . يوه داسي شايسته افغانۍ نجلۍ مي د افغانستان د تيلويرون پر پرده وليدل خيرن مخ ، کوچنۍ شنې سترګي، جر او بر طلايي ورېشتان يې درلودل. زموږ پر وطن راغلي د واوري په طوفان وهلي يوه ښارګوټي کي په لڅو پښو ولاړه خپل د غم کيسه يې خبر نګار ته کول.او شا و خواه ددې به څېر ماشومان، او نور مخلوق پر را ځخېدلي وه. هغې د وچي ډوډي، د يو کمپل، او د يوې خېمې دپاره فريادونه کول. خو دا ماشومه او هغه ماشومه يوه نه دي. جلا جلا دي .زه چي ماشوم وم ما به فکر کوی چي ؛کافران؛ څنګه خراپ خلک دي، ظالمان دي . زموږ ؛مسلمانان به هيڅ کله زموږ د يوې نجلۍ سره داسي و نه کړي…خو اوس پوه سوم چي ماشوم وم نه پوهيدم…هغه خو د شپې چي خلک د خوشحاليو په جشنو کي ورک وه نا اميده سوه، هغه خو خيرنه نجلۍ نه وه، نه هم خلک پر را ټول وه جي کومک ورسره وکي، دهغې خو آواز لا چا وا نه ورېدی.مګر زما کوچنۍ خو د ورڅي په سپينه رڼا کي، خلک پر راټول، په ګنګوړه ژبه يې خپل داستان ټوله دنيا ته واوروی دلته خو جشنونه هم نسته جي اواز يې د واکدارانو تر غوږو به رسېدوکي مداخله وکړي.خورکۍ، زما بچۍ ستا أواز به څوک واوري ؟څوک جهاد کوي ، توري وهي ، توپک چلوي… و وطن ته د غېرت نوم راوړي…او څوک بيا په جګو ماڼيو کي ناست په ګرمو کوټو کي خپل د وطن د خدمت دپاره پلانونه جوړوي…زموږ تر خلکو خو هغه خاشې لا ښه وې چي ځان يې ايره او لوګۍ لوګۍ کړ مګر خپل په رڼا يې ددې د خوبو دنيا ور روښانه کړه او د نهيلۍ ډکي سترګي يې بلي دنيا ته نه يو وړې.ګراني کوچنۍ،…ورسه يو اورلګيت په فقر رانيسه! په نيمه شپه کي د هري خاشې په اور کي د ډوډۍ او د خېمې خوبونه ووينه.سهار به يخه شخه د يو ديوال تر څنګ پيدا سې.زموږ د وطن رسيدلي سوداګران او باتجربه ټېکه داران به ستا په دا ساړه بدن د نړۍ څخه ډيري پيسې تر لاسه کړي. ته به يوه خاشه سې د هغو او د هغو د بچيانو د خوبونو د پوره کېدو.ستا سوځلو او ستا ايره کېدو ته څوک ګوري… خو ستا په سوڅېدو کي هغه رڼا ددوي په کار ده…وسوځه!!!که ته نه سوځې دوي به دي ضرور وسوځي!!!موږ ټوله وګړي واکدارانو ته خاشې يو بل هيڅ هم نه!!!