کور / تازه خبرونه / د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

 طالبانو نن هم د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه له بېلابېلو سيمو څخه د جګړو او بريدونو خبرونه خپاره کړي دي ، له هغو خبرپاڼو چي د طالبانو مطبوعاتي دفتر يې له نامعلومه ځايه خپروي د ځينو لنډيز داسي دئ :




طالبان : پكتياكي مودامريكايانودوه ټانګونه په ماينونوالوزولي دي

دطالبانووياند ذبيح الله مجاهدلراوبرته وويل :چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه يې دپکتياولايت دجانخيلوولسوالۍد”لولک خيلو”په سيمه کې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دامريكايانودوه ټانګونه په ماينونوالوزلي اوپكښي سپاره پوځيان يې ټول وژلي دي ..

هغه وويل : دامريكايانودواړه ټانګونه په بشپړه توګه تخريب شوي دي چي تراوسه يې هم دچاودنوپه سيمه كي سوځېدلي پرزې اوټوټې پرتې دي .

 


زابل : دداخلي عسكرويورينجرموټرپه ماين الوزل شوى دى

دطالبانووياند قاري يوسف احمدي لراوبرته په رااستول شوي خبركي ويلي :چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه يې دزابل ولايت په مرکز کلات کې د”مغلزيو”په سيمه کې دداخلي عسکرويورينجرموټرديوځمكني ماين په مټ الوزولى اوپكښي سپاره عسكريې ځاى پرځاى وژلي دي .

خبرزياتوي : چي تيره ورځ هم ددې ولايت دمرکز په مربوطه سيمه کې دداخلي عسکرويوه عراده رينجر موټراودخارجي عسکرويوه ټانګ دورتوماينونوپه توسط ويجاړ شول.

 


غزني : پنځه تنه پوليس وژل شوي دي

طالب وياند ذبيح الله مجاهددعوه وكړه: چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه يې دغزني ولايت په مرکز ( غزني ښار) د”نوغي” په سيمه کې دنصرت دپیل شويوعملياتوپه لړکې د دې ولایت دپوليسوپريوې ګزمې په بريد كي دهغوى يوه(1) عراده موټرويجاړاوپکښې سپاره پنځه(5) تنه عسکريې ووژل .

دمجاهدپه وېناديادشوي بريد په پايله کې يي دوژ لوشويوعسکرووسلې اونورمهمات هم ترلاسه کړي دي .

 


لوګرپل علم :دبهرنيوپوځيانوپرمركزتوغندۍ اورول شوي دي

طالب ويندوي ذبيح الله مجاهدادعاوكړه: چي تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه يې دلوګر ولايت په مرکز پل علم کې د خارجي عسکروپرمرکز ( کمپاين ) باندي اووه توغندۍاورولي دي .

هغه وويل : اووه واړه توغندۍ دبهرنيوقواوو په مرکز کې دننه لګيدلي دي ,خود مرګ اوژوبلي په اړه يې ناخبري وښووله .



طالبان : دغزني په قرباغ كي مو اته تنه پولنډي پوځيان وژلي دي

دطالبانوله خوا خپرېدونكې ويبپاڼه شهامت خبروركوي : چي تېره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه طالب جنګياليو دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍد”خالوخيلو”په اړونده سیمه کې ديوه کمين په ترڅ كي اته تنه پولنډي عسکروژلي دي .

خبروايې : په دې نښته كي د يادشووبهرنيوعسكرودوژلوسربېره دهغوى دوه (2) ټانګونه هم په راکيټونولګيدلي اوداورخوراك شوي دي .



 زابل : طالبان دلسګونوعسكرودوژلوادعاكوي

دطالبانوله لوري لراوبرافغانستان ويبپاڼي ته په راليږلې خبرپاڼه كي راغلي : چي طالب سرتيرو نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه دزابل ولايت دسيوري ولسوالۍد”اندوزي” په سيمه کې د داخلي عسکرويوسرف موټردريموټ كنټرول ماين په واسطه الوزولى اوپكښي سپاره شپږتنه پوځيان يې وژلي دي

خبرپاڼه زياتوي : چي تيره ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۹مه نېټه بيا ددې ولسوالۍد”هوسيان “په سيمه کې د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې د ملي اردوپرکاروان لومړۍ درنه چاودنه ترسره شواوورپسې وسله وال بريد پرو شو .چي له امله يې يوه (1)عراده رينجر اويو کامازموټرويجاړاوپكښي ناست اتلس(18) تنه داخلي عسکرمړه اوټپيان شول .

.ديادوني وړده چي تېره ورځ هم ددې ولايت مرکز کلات ته څيرمه ددولت دوه پوځي موټرپه جلاجلا چاودونوکې له منځه تللي اوپکښې سپاره عسکريي وژل شوي چې ددې ولايت دچارواکوله خواهم دڅلورو(4)تنوعسکرودوژل کيدوپخلی شوی دى.



 خوست : اته تنه عسكردماين په څاودنه كي ووژل شول

طالبانودعوه وكړه چي :نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه يې دخوست ولايت ديعقوبيوولسوالۍله زړې ودانۍ سره نژدې دملي اردويوه(1) عراده رينجرموټرپه يوه ښخ کړای شوي ماين والوزاوه چي په پايله كي يې .اته(8) تنه عسکرديوه افسرپه شمول ځای پرځای ووژل شول .



 طالبان : زابل كي مويوولس تنه بهرني اوداخلي عسكروژلي دي

دطالبانووياند قاري يوسف احمدي رسنيوته ويلي : چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه يې دزابل ولايت دميزاني ولسوالۍد”تکير”په سیمه کې د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې څلور بهرني اواووه تنه داخلي عسكروژلي دي .

هغه وايې جګړه هغه مهال ونښتله چي , دطالبانولخوالومړى دكورنيواوبهرنيوګډوځواکونوپرپوځي کاروان دوې درنې چاودني ترسره شوې ،چي له امله يي دخارجي عسکرويوه عراده ټانګ اودداخلي عسکرورينجرموټريوپه بل پسې په ماينونووالوزول شول .اوترچاودونووروسته ددښمن کاروان دمجاهدينوله خواتروسله وال بريدلاندې راغی چې دمګړۍ هم په سیمه کې درنه جګړه روانه ده .

هېردي نه وي چي دويجاړکړای شوي ټانګ اوموټروڅخه اوس هم داورلمبې پورته کيږي .

دغه رازپه يوبل خبر كي هغه وايې چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه يې دکندهار-بولدک پرلويه لاره دبولدک ولسوالۍد”ميل پل “په سیمه کې ددښمن دهغه اکمالاتي کاروان يوه عراده ټانکرچې ددې ولايت په هوايي ډګرکې يي خارجي عسکروته تيل ليږدولديوځمكني ماين په مټ الوزولى دى

 


هلمند: په سرښندويه بريدونوكي په لسهاووپوځيان مړه اوټپيان شوي دي

دطالبانوالاماره ويبپاڼي خبروركړ : چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه داسلامي امارت دووتنوسرښندويه بريد كونكود هلمندولايت دکريشک ولسوالۍمرکز ته څيرمه د”محبس” په سيمه کې په دووجلاجلابريدونوكي نهه ديرش(39) تنه عسکرددوولوړرتبه قوماندانوهريوطلاخان اواسماعيل جان په ګډون وژلي اوپنځه ويشت (25)نوريې ژوبل كړي دي .

په خبركي راغلي چي : كله د يوه پلي فدايې ( محمدنعيم ) له لوري دداخلي عسکرودموټروپركاروان بريدترسره شودبريدڅخه روغ پاته شوي پوليس دمړواوټپيانوپه راټولوبوخت ول چي ناڅاپه ديوه بل فدايي ( ملامحمدعمر ) له خواچې پرموټرسايکل سپوروو،خونړۍ چاودنه ترسره شوه .

دغه رازطالبانودعوه كړې ده چي ,په دواړوغبرګوځان تېرو بريدونوکې يې دپوليسو څلور(4)عرادې رینجرموټرپه بشپړه توګه ويجاړکړي دي .

ويل کيږي چې طالبانودې ځای ته نژدې د”غنمودمنډۍ “په سيمه کې لومړى دپوليسوپريوې امنيتې پوستې بريدوکړچې څوشيبې وروسته ددې ولسوالۍدفرقې ،نظم عامه اودامنيه قوماندانۍ له لوري ورته کومکي داخلي عسکرراواستول شول چې دبريدځای ته نارسيده په لاره کې له مخکې نه تيارشويوځان تيروبريدكونكو دکومکي عسکروپرکاروان يو په بل پسې خونړي بريدونه ترسره کړل چې په نتيجه کې يي چارواكو ته پورتنۍ درنه مرګ اوژوبله واوښتله .