کور / خبرتیا او پيغامونه / د امريکا او ناټو د جنايتونو په هکله … د خواخوږي پيغامونه !

د امريکا او ناټو د جنايتونو په هکله … د خواخوږي پيغامونه !

بسم الله الرحمن الرحیم


دامریکایانواودناټودځواکونودجنایتونوپه هکله، دګرانئ وشریفوخلکوته دخواخوږي پيغام !

دفراه ولایت دفراه رود دولسوالی دبالابلوک اودګرانئ دکلېو وشهیدانواودشهیدانووکورنېوته وړاندی کوم :

ترهرڅه نه مخکې دپاک خدای« ج » دلوی درباره نه دګران هیوادافغانستان وټولوشهیدانو اوخصوصآ ددی څوورځومخکې ستری غمیزی دنوموړوسیمووشهیدانوته دفردوس جنت هیله کوم اوپه الهی رحمتونواوانورونوباندی ټول شهیدان ځلانده اوروښانه غواړم اود الله (ج) وسپيڅلی درګاه ته دعاکوم چې ددی ستری غمیزی هغه کورنۍ چې په دی سیموکښې خپل دکورنۍ غړي ،دوستان ،خپلوان ،سپین ږیري،ځوانان ،ماشومان، ښځۍ اونارینه یې دیرغلګرواوتیری کوونکودامپریالستی امریکایي ،ایسافي اوناټویي ځواکونوپه ظالمانه،غیرانسانی اوټروریسټی بمبارډونو کې دلاس ورکړي دي ،ددوي دهریوحضور ته په ډېر درنښت سره تسلیت وړاندی کوم او ودوي ته دپاک خدای (ج) څخه صبرجمیل غواړم اوددوي دسره کفنی اوسپیڅلی شهیدانوروح دي پاک الله تل ښاد ولري ،بیاهم خدای تعالی (ج) دی ونوموړو اودجګړی ځپلی ګران هیواد ونورو بی ګناه شهیدانوته جنتونه ور په برخه کړی اوددوي دښمنان دی خصوصآدغه پردي امپریالستی امریکایي ،ایسافي اوناټویي یرغلګرځواکونه دی،پاک خدای (ج) په خپلوقدرتونوسره دی د ماتی اومخ توری سره مخامخ کړی ، اوابدی دی وشرموي ،زه په ښکاره اوبربنډه ټوګه اوپه ټینګه سره وایم چې داظالمان ،دایرغلګراووحشتګرځواکونه په خپله ټروریسټان دی ،هره ورځ غیروسلوال اوبی ګناه افغانان وژنی ، بی ځایه اوبی موخی بمبارډونه اوعملیاتونه ترسره کوي ،بی ګناه خلک راکشوی اوپه خپلوجیلونوکښې یې ساتی ظلمونه پرباندی کوي اوزموږدهیواد خوار،غریب ،مظلوم اومسلمان اولسونه هره ورځ وژنی اوشهیدان کوي اوبیا وایی چې تیروتنه سوي دی ،نوزما په هاند ټروریسټان همدغه په خپله یرغلګراوښکیلاکګرځواکونه دي چې دخپلوژئوپلټیکواوژئواستراتژیکوګټواوموخودپاره زموږهیوادیې ترخپل ښکیلاک لاندی راوستیدی .

زه دخپلوپتمنوهیواد والواووطندارانوپه دی سترغم کې ځان شریک بولم اوبیا هم وپاک خدای (ج) ته دعااوزاری کوم چې ددی ستری غمیزی دشهیدانوارواح دی تل ښاد ولري اوددی بی ګناه شهیدانووهری کورنۍ اودشهیدانووخپلوانوته دصبر،حوصله اوزغم هیله کوم اوبیا هم وپاک خدای (ج) ته خواست کوم چې پاک خدای (ج) دی پر دی مظلوم ،خوار او جګړه ځپلی مسلمان اولس باندی ورحمیږی اویرغلګراوښکیلاکګرامپریالستی امریکایي ،ایسافي اوناټویي ځواکونه دی ناکامه اودپریکړنده ماتی سره مخامخ کړي .

 امین یا رب العلمین ،ومن التوفیق

 په درنښت : عزیزاحمد خوارمل

دبلابلوک دګرانی دکلي وشهیدانوته !


خــدایه! زما پرخوار اولس داڅونی جوراوجفاده

شیطانی وریځی راغلي دسرواوښکواوس ژړاده


هـره خـــواته دمــرګونواوجـــنازي دي اوس ږغونه

په هــرکـور،کلـی هـــربڼ کې جـوړه ستره واویلاده


کـــرګـــسانــــــودغمـــونـــو وزرونــه دي خـــلاص کړی

بی وجدانه دولت رډګوري جوړپرخاوره یې کربلا ده


اوره وي دجـــنایت بم ،زمــوږپـرکلــي پـــرکـــورونـــو

پښتنی سیموته ګــــوري ،هـــــرځای یې ماتم سرا ده


امــــریکا،ناټــــوځـــواکــونه ، کـــوي ډېرجــــنایتونه

زما پـــرخـــــلکـــوداغمیزه دتــــورمخ غلیم له خوا ده


دغاصب دښمن په لاس زاړاوځوان په وینوډوب سو

تربی پته ژوند مــړ ښـــه یم دامې هوډ دامې غوغا ده


دګــرانئ دخـلکـو ویــر دځـان ویــر بــــولم «عــزیــزه »

مـرده بـاد دښمـن ته وایـم،خپل شهیدته مې دعا ده






تيره ورځ په کابل کې دامريکايي ځواکونولخوا په فراه ولايت کې دنيږدي ١٧٠ تنو بي ګناه افغانانودوژلو په غبرګون کې دکابل پوهنتون ،دپل تکنيک پوهنتون اودطب پوهنتون نيږدي ٢٠٠٠ محصلينو لاريون وکړ او ددغه لاريون په ترڅ کې يې دامريکايانو ضد شعارونه ورکړل اوهم يي دامريکايانو دمحاکمه کيدو غوښتنه وکړه .

لاريون کوونکيو ويل چې د١٧٠ تنو څخه زيات افغانان وژل شوي چې بايد قاتلين يي محاکمه کړل شي .




 







تبصره نسته

  1. بسم الله الرحمن الرحیم

    د حزب اسلامي افغانستان د سیاسي دفتر اعلامیه

    حزب اسلامي افغانستان په ټولو هیوادوالو او په ځانګړې توګه د مۍ د میاشتې په شپږمه
    د فراه د ولایت د بالا بلوک په ولسوالۍ کې د هغه ځاې په بې وزلو او بې وسه
    اوسیدونکو ، کوچنیانو ، ښځو او زړو باندې د امریکایې بې واکه ، خپل سرو او غاصبو
    ځواکونو وحشیانه بمباری، چې په پایلو کې یې تر (۱۷۰ ) زیات معصوم او مظلوم افغانان
    په قتل ورسیدل ، یو ستر وحشیانه ، غیر انساني عمل ګڼې او په سختو ټکو کې یې محکوموي
    .

    د ۲۰۰۱ میلادې کال را هیسې ، یعنې د امریکا تر مشرۍ لاندې دناټو د ټولې په لاسو د
    هیواد د نظامي اشغال څخه تر اوسه پورې، د بې لورې خواو د څیړنو له مخې، زمونږ
    دهیواد تر (۸۰۰۰۰) زرو زیات مظلوم هیوادوال دهمدې اشغالګرانو په لاسو او دهغوې د
    لاسپوڅو په دښمنانه راپورنو په قتل رسیدلې . د ودونو او خوشحالیو د غونډو اویا د
    خیر خیرات او ختمونو د مقدسو مجلسونو څخه نیولې تر د جنازې دمراسمو پورې یې د سولې
    او ټولنیز درنښت ټولې غونډې بمبارې کړې . دغه بمبارې اوس ددې خپل سرو اشغالګرانو یو
    موډ ګرځیدلې او په یوه ساده (ساري ) او معذرت سره له منځه ځې چې مهم مثالونه یې د
    فراه د بالابلوک تر څنګ د هرات په شین ډنډ ، د کنړونو ، ننګرهار ، لغمان ، پکتیا ،
    پکتیکا، خوست ، هلمند ، قندهار ، قندوز او …..: کې تر سترګو کیږي .

    د اشغالګرانو له اړخه تپل شوي ولسمشر ته اویا دهغې ددفاع وزارت او پارلمان ته ، د
    اشغالګرانو د لاس پو څوپه څیر، د هغوې د کړونو د قانونی کولو او مجاز ورکولو پرته
    نور هیڅ واک او اختیار نه شته . دوې دټولو هیوادوالو او په ځانګړی توګه د یوه قومی
    توکم د له منځه وړلو سره هیڅ ډول غمرازی نه لری ، بلکه د ولس د قهر او غضب له ویرې
    یواځې په ژبه اوهغه هم په هماغه وحت کې خپله غمرازی اعلانوې چې څو ورځې وروسته یې د
    جیبو په ډکیدو له یاده وځي .

    حزب اسلامي افغانستان په داسې حال کې چې دبشر د حقوقو د ساتنې د ټولو بین المللې
    مؤسسو څخه غوښتنه کوي ددې او ددې په څیر د مخکینو ټولو عامو وژنو په اړه تحقیق او
    څیړنه وکړې او ددې وحشیانه او غیر انساني عمل کورني او بهرني مسؤلین د عدالت مخې ته
    را کش کړي . همدا راز خپل مؤمن او مجاهد ولس ته دا په ډاګه کوی چې تر هغې چې
    اشغالګران او صلیبي ځواکونه د افغانستان په سیاسي او نظامي مقدراتو باندې ولکه ولری
    او زمونږ دخاورې جغرافیایې تمامیت ددوې په لاسو کې وي او د هیواد لاس پوڅې مشران
    ددوې له اړخه و ټاکل شي اود ولسي جرګي غړی دهغوې تنخواه خواراه او مزدوران وي نوتر
    هغې به زمونږ ولس دهمداسي یا دد ې څخه په خرابو او کړکیچنو بحرانواو ستونزو کې را
    ګیر وي . د ټولټاکنو او یا دټولټاکنو تر نامه لاندې د مهرو او څیرو په بدلون به نه
    زمونږ هیواد ته سوله او امنیت را شی او نه به د اشغالګرانو په موجودیت کې د ولسې
    وګړو ژوند ددې بدحالۍ څخه وژغورل شی .

    په دې اساس حزب اسلامي افغانستان د ټول ولس او د ولس د لیکوالانو او روڼ اندو ټولو
    هغوې څخه چې دهیواد د ازادۍ او استقلال د بیرته اخیستو سره مینه ولري په کلکه
    غوښتنه کوی چي د اشغالګرانو د پوره او مکمل وتلو او دهیواد د اوسنۍ غمیزی د سیاسي
    حل له پاره سره یو لاس اویو موټی شی او نه یوازې داچې اشغالګران دخپلې خاورې څخه
    لکه د شوروی اتحاد د زبرځواک په څیر تیښتې ته اړ کړي بلکه دهغوې لاس پوڅې او پلورل
    شوې عناصر هم ورسره یو ځاې د ګودال کندې ته وسپاري .

    حزب اسلامي تل د خپل ولس د ازدۍ او استقلال له پاره ټول سنګرونه ګرم ساتلي اوهوډ یې
    کړې چې تل به د هیواد د استقلال او ازدۍ د تر لاسه کولو له پاره د خپل ولس تر څنګ
    ولاړ وي.

    ژوندې دي وې افغانستان

    مړه دې وې زمونږ د مظلوم ولس وژونکې او اشغالګران

    دحزب اسلامي افغانستان د سیاسي دفتر له اړخه