کور / شعر / د حميد ماشوخيل غزل

د حميد ماشوخيل غزل





درد دميني كړم و مرګ ته قريب ورو ورو
له علاجه مې لاس وكيــــــښ طبيب ورو ورو

پوه كوي راباندي دم د مينــــــــــي ژر ژر
چې كوي راته خـــــبري حـــــــبيب ورو ورو

لكه اور چې ايري لاندي كــــــاندي مړشي
خاكساري مي هسي ورك كړه رقيب ورو ورو

سپين په رنګ د آيني مخيې صـــيقل شي
په آدب زما عاشــــــــــق شو آديب ورو ورو

وړی زړه په تلوار مه غواړه له ښكــــلو
و وطن وته رسيږي غــــــــــــــــريب ورو ورو

په يوه بوسه به زه څه صبوري وكــــړم
چې آخيســـــت شــي له جهانه نصيب ورو ورو

لا هاله حميد كسكر پـــه محـــبت وو

فرشتو چې سازه وه په ترتيب ورو ورو