کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې ویلي دي پاکستان د القاعده نړیواله اډه ده.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د جنرال پیتروس په حواله لیکلي دي چې د القاعده مشران د پاکستان له قبایلي سیمو نه په نړۍ کې د ترورستي عملیاتو د تنظیم لپاره کار اخلي.

ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې د رسنیو په قانون تبصره کړې چې له تصویبیدو سره سره لا هم ندې نافذ شوې او لیکلي دي چې د انتخاباتو په درشل کې رسنۍ له قانوني خلا اندیښمن دي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د عامه افغانانو په وژنه او ددوې لخوا په پوځي عملیاتو کې د فاسفورس د موادو په کارولو تبصره کړې ورځپاڼې لیکلي دي که نړیوال ځواکونه له دې مسلې نه خپل برائت غواړي نو په کلیو او د هستوګنې په سیمو دې بمباري بنده کړي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې که له یوې خوا دا خبردارې ورکړې چې د امریکا هوايي حملې افغانان د طالبانو په لور بیايي خو په بل مطلب کې يې د بارک اوباما د ملي امنیت د سلا کار دا ټینګار راغستې چې په افغانستان کې به خپلو هوايي حملو ته دوام ورکړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر هم ورکړې دې چې د نړۍ اته ستر صنعتي هیوادونه د افغانستان د ثبات په اړه خبرې کوي.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې جرمني ته د ولس مشر کرزي د سفر او ددغه هیواد له چارواکو سره د هغه د لیده کاته په اړه ځینې مطالب خپاره کړیدي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې ولس مشر کرزي په جرمني کې له میشتو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي دي چې په راتلونکې کې غواړي چې د اورګاډي د پټلۍ له لارې له چین، پاکستان، ایران او د سیمې له نورو هیوادونو سره وتړلې شي.

ورخباڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې وروستیو ورښتونو ته په اشارې لیکلي دي چې کرنیز محصولات به سږ کال په سلو کې پنځوس زیات شي.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې جرمني ته د ولس مشر کرزي په سفر تبصره کړې او د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې د جرمني مرستې څیړلي دي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په ایران کې د میشتو افغان میرمنو په کار د ایران لخوا لږول شوې بندیز څیړلې او دې ستونزې ته يې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان دولت لخوا د سولې لپاره په کیدونکو هڅو تبصره کړې او لیکلي دي چې اوس يې وخت دې چې تاوتریخ والې باید بریښودلې شي.

ورخپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د حزب اسلامي طالبانو او د نورو مخالفو ډلو مشرانو ته د ولس مشر کرزي دا وړاندیز هم راغستې چې د واکمن نظام په سیوري کې په ګډه د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

دې ورځپاڼې هم د جنرال پیتروس په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې په پاکستان کې د القاعده د فعالیتونو په اړه کړي او لیکلي دي چې د القاعده د مرکز په اړه د امریکا باور مخ په بدلیدو دې.