کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د سړک دغاړې ماين دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار: د سړک دغاړې ماين دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار د چمتلې په دښته کې نن سهار د سړک د غاړې  يو بم دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي په وينا ماين پر يو  تراکتور چاودلی چې تيږي پکې باروې. نوموړي وويل د تراکتور چلوونکی ټپي دی او يو تن مزدور پکې وژل شوی دی، عبدالزي زياته کړه ماین له پخوا نه دغلته ځای پر ځای شوی و. پټه دې پاتې نه وي چې تېره ورځ هم د ننګرهار په هسکه مېنه کې د سړک د غاړې يو بم د سړک جوړونې د يو شرکت ۸ تنه مزدوران وژلي وو.