کور / تازه خبرونه / ادم خیل دره : په طلاق او نصوارو بندیز ولګید

ادم خیل دره : په طلاق او نصوارو بندیز ولګید

  دادم خیل درې اوسیدونکي وایې چې دتیرو څو ورځو راهسي په دغه سیمه کې ځایې طالبانو پرطلاق او نصوارو بندیز لګولي دي ، ځایې خلک وایې چې  په ادم خیل دره کې د‌طالبانو یوې اف ام راډیو هم په فعالیت پیل کړي او هره شپه دیوه ساعت لپاره خپرونې کوي ، خلک همداراز وایې چې دا وړپریکړی دهمدغه راډیو له لاري دادم خیل درې دطالبانو مشر طارق افریدی له لوری اورول کیږي ،دسیمي خلک همداراز وایې له هغه وخته چې دطالبانو له لوري پر طلاق او نصوارو بندیز لګیدلي عام خلک له دغوچارو سره ډیراحتیاط کوي ،