کور / شعر / مور ته ډالۍ

مور ته ډالۍ

مورې
مور ته ! ( د مور د ورځې په مناسبت )
مور ته !
لاس دې پــــــــــــــــورته کړه دوعا راکړه ای مورې
 ژوند کی ستړی يمه ســــــــــــــــــاه راکړه ای مورې
د       غمونه   ستړی    زړه مې       سوله غواړي
يتم مخ ته می خنـــــــــــــــــــــــــــــدا راکړه ای مورې


مور ته ډالۍ
مورې مورې زما مورې ته به زما تصوير ته ګورې
چې خيالو کې دې حضورکړم بيا خو وايم جنت هور يي
ته به داسې فکروکړی زه ماڼيو او په بنګلو کې
لکه زرکه به تاويږم  دژوندون په هره لورې
خو ژوندون مې داسې نه دی لکه څنګه چې ته اورې
 ستا  خوږې مينې يادونه له  هرې خوانه په ما اوري
دا  ترخې دغم شېبې دي چې په ما باندې تيريږي
 هره يوه د غم ګړۍ ده  دا په ما چې  حسابيږي
چې اواز دې   کله واورم  د ګلاب په څير غوړ يږم
په خوله تاسر خنداکړم  خوپه سروسترګو ژړيږم
مورې مورې زما مورې ته به زما تصوير ته ګورې
ډير سوالونه د ديدن کړې زما راتګ لار ته به ګورې
راته و کړه دوعاګانې راته راکړه خندا ګانې
ستا تش نوم نه زه لوګې شم ستا يادوته  سپيلنۍ شم
چې بيلتون دې راپه ياد شي زه بې خوده ليونۍ شم
د دنيا په خو ماڼو کی  زړه مې ستا دمينې داغ وړي
څه بی ساري ده ستامينه ستا دمينې نه څراغ وړي
ددنيا ښادي دې ستا وی خو يوستا ديدن زما وی
دابه څه  خوږ شيبه وي  ديدنونه دلاسا شي
مسافر د ډير عمرونوخوږ وطن غيږۍ ته راشي
څوک به ژاړې څوک به خاندې خو زه ستا مخ ته به ګورم
مورنۍ مينې ته تږې  ز ه بلبل ګلرخ ته ګورم
مورې مورې زما مورې  ته به زما تصوير ته ګورې
ستا بچي خواره واردي  د(حفيظ )دزړه ټکوريي