سوات : پاکستانې چارواکو د۷۰۰ جنګیالیو دوژنی ادعا وکړه

16 | مې 11th, 2009


 


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمن ملک نن درسنیو سره په مرکه کې ادعا وکړه چې پرسوات درې دعملیاتو له پیله تراوسه یې ۷۰۰ تنه جنګیالې وژلي دي ، نوموړی همداراز د۲۰ فوځیانو دوژل کیدو او ۳۰ دژوبلیدو خبره  هم وکړه  ،خو ازادو سرچینو یا خپله دسوات طالبانو تراوسه دحکومت ددغي ادعا په اړه څه نه دي ویلي ، یاده دی وي چې امریکي ته دپاکستاني ولسمشر دتګ سره سم په سوات دپاکستاني فوځ له لوري عملیات او بمبارې پیل شوه ، دا په داسي حال کې ده چې دسوات د‌طالبانو سره ځایې حکومت او ولسمشر زرداری دسولي  یو تړون هم لاسلیک کړي وو،  ،

Copyright Larawbar 2007-2024