کور / تازه خبرونه / لغمان:ترافيکې پېښې ۸ تنه ټپيان کړل

لغمان:ترافيکې پېښې ۸ تنه ټپيان کړل

 د کابل جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولایت اړوند د خيروخېل په سيمه کې د يوې ترافيکې پېښې په ترڅ کې ۸ تنه ټپيان شول. د لغمان د ترافيکو مدير صمد خان وايي چې پېښه د سراچه ډوله او ټونس موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوېده. د  نوموړي په خبره ټونس له يو پله نه لاندې لوېدلی چې ۸ تنه پکې ټپيان شوي او د دوو تنو روِغتيايي حالت مرګونی دی. د کابل جلال اباد پر لويه لاره دې ته و رته  ترافيکي پېښې مخکې هم رامنځته شوي دي چې ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.