کور / شعر / مينه

مينه

مينه،مينه،مينه مې ايمان دزړه
ښکلومې اخيستۍ صبروتوان دزړه
زه ورته دميني ټپې وايمه
داچه راته وايې ياقربان دزړه
مامې ورته ژوندنذرانه کړيدي
دامې هم گڼي خپل روح اوځان دزړه
رگ،رگ کي مې مينه خوځښتونه کړي
ښکلي مې په مينه دي بيان دزړه
(خوشحال)يې په وصل کې خوشحال يم
وياړمه پري ډيرگلالى جان دزړه