کور / راپور / بیا هم د یوه پښتون نړیوال ویاړ په اړه (راپور)

بیا هم د یوه پښتون نړیوال ویاړ په اړه (راپور)

په سسرام كي د پښتون ټولواكمن شيرشاه سوري مقبره


د هندوستان د سترې محکمې یو واکمن پلاوی پرون د شمالي هندوستان د سسرام ولایت ته په دې موخه ورسېد، څو د ستري محکمې هغه حکم چې د نومیالي ټولواکمن شېرشاه سورې د مقبرې په اړه په دې وروستیو کې یې د شمالي هندوستان د هنری او تاریخی آثارو په ارزونه کې دریم مقام ترلاسه کړ عملی کړي.
پلاوي پرون په سسرام کې د دغې سیمې له مقاماتو  او د دغه ښار د ښاروالۍ او نورو ټولنیزو ادارو له اړوندو مسولینو سره یوه اوږده غونډه وکړه. په دغه غونډه کې په لاندې ټکو باندې د سترې محکمې د حکم له مخې جدي ټینګار وشو چې پرته له هر ډول څنډ ځخه باید د دغې تاریخی ودانې د ساتنې او سمبالونې په مقصد د سترې محکمې حکم په جدي توګه په پام کې ونیول شي.


۱ – د دغې تاریخې ودانې په سل مترۍ کې چې کومې ودانې جوړې شوې باید له منځه یووړل شي او نور څوک شخصي او دولتي مقامات دا حق نه لري چې دلته په جوړونو باندې لاس پورې کړي.

۲- د دغې تاریخی ودانې چاپیره تالاب باید تل پاک وساتل شی څوک حق نه لري چې دلته د ناولتیاوو په مینځلو باندې لاس پورې کړي.

۳- د قدیمې آثارو خوندي کولو ادارې باید د دغې تاریخی ماڼې د ساتنې کار هر وخت د سترې محکمې له حکم سره سم وڅارې او په دغه برخه کې باید د دغې ماڼې له هرڅه ځان باخبره وساتی.

د دغې پلاوي له لارښونو  سره سم هغو دوو ښوونځیو ته هم یادښت سپارل شوی چې د دغې ماڼې څخه د خپلو ښوونځیو لري کول له ټاکلی واټن سره سم (سل متره ) په پام کې ونیسې.

د دغه پلاوي مشر د سسرام په ښار کې د خپلې غونډې په ترڅ کې دا ټکی روښانه کړ چې د شیرشاه مقبره د شمالي هندوستان له ارزښتناکو لرغونو آثارو څخه ده چې زموږ ټولو ویاړلی میراث دی، چې نه یوازې باید ورباندې وویاړو، بلکه د هغه په ساتنه او لاښکلولو کې هم برخه اخیستنه زموږ ملي او انساني دنده ده.