کور / شعر / مورې

مورې

ای زما قسمته ای زما د بخت ستورې
ستا تر قدمو لاندې زما جنت دی مورې


داسې مهربانه زړه دومره عاطفې نه ډک
هیڅ نه پیدا کیږي که هرځاې ددنیا ګورې


ستا تر قدمو لاندې زما جنت دی مورې
سلام دی زر کرته دا ستا مینه او الفت ته


زه خوب اوته بیداره ترسحرزما په لورې
ستا تر قدمو لاندې زما جنت دی مورې


ته مې دځیګر ټوټه ته دسترګو تور زما
دې نه هم لازیاته ډیره ګرانه راته نورې


ستا تر قدمو لاندې زما جنت دی مورې
نشي ادا کولاې طاهري دې د شیدو بدل


زه دې یم پوروړی داحسان ترقیامت پورې
ستا تر قدمو لاندې زما جنت دی مورې