کور / شعر / لمره دا يو ګړى مي له ستر ګو ليري كه ځان

لمره دا يو ګړى مي له ستر ګو ليري كه ځان

وړانګي كږې كړه له ما
سترګي مي برېښوه
چي دكونو دجهان
 دستر مخكښ مقتدا
دحضور شنه ګنبده
په ګنهكاورو سترګو
تر عدسيو تېروم
هم مي زړ ګى په پرېولم
لمره دا يو ګړى مي له ستر ګو ليري كه ځان
وړانګي كږې كړه له ما
سترګي مي برېښوه
په ګنهكارو لاسو
مي لپه په سوال نېولې
چي دجانان له رويه
په ټيټو سوو ستر ګو
دپښېمانۍ په دستور
دخپل ژړا په لمدو او  خيشتو سوو ګرالبو
ځانته غفران غواړمه
لمره دا يو ګړى مي له ستر ګو ليري كه ځان
وړانګي كږې كړه له ما
سترګي مي برېښوه
زه دژوند ون له ستړو سوو كو څو
زه په مادو درنګو سوو كوڅو
زه له معني نه دخالي پو چو بې خوندو كوڅو
له غېږي دلته
په سوالو په سلامو را غلي
وخپل تفكير ، وخپل تذهين ، وخپل تجسيم ته دپاكۍ د
اخيستلو په نيت
دمعنويت دجذبولو په نيت
دمحبت دډېرولو په نيت
دآئندې دځلولو په نيت
او ستر انسان ته دحترام دعرضولو په نيت
له خوار كوټي كندهار را غلي
لمره دا يو ګړى مي له ستر ګو ليري كه ځان
وړانګي كږې كړه له ما
سترګي مي برېښوه
ستا دړانګو لښكر كي
هغه هجوم نه ښكاري
چي هيليومونه دي نن
زما دستګو كسي پرړنديدو را ولي
پر كړېدو را و لي
زما ددې سترګو زړه كي
ها دكلونو زېرمه سوې او خماره نشه
دثور غره دمار په شاني
په انتظار پرته ده
هغه پياوړې له تا
لمره دا يو ګړى مي له ستر ګو ليري كه ځان
وړانګي كږې كړه له ما
سترګي مي برېښوه
دزيرمه سوي هجر دغه دردمني شېبې
دغه خوږې دغه رنګينې شېبې
په يوه ښكلي سكون
تر پنچرو دننه
ها دمعني او دمادې دجهان
ونازنين رهبر ته
په صلواة هديه كړم
او خيرات وغواړمه
لمره دا يو ګړى مي له ستر ګو ليري كه ځان
وړانګي كږې كړه له ما
سترګي مي برېښوه