کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د سوات د یو کډوال سره خبري

د سوات د یو کډوال سره خبري

بهائى جانه مونږ پسې راشه


بهائى جانه مونږ پسې راشه مونږ بچ کړه پيښورته مو بوځه دلته موفوځيان وژنى، طالبانومومونږته هيڅ نۀ دى وئيلى خوولې فوځيان مووژنى، بهائى جانه دلته کريوده دکورنه بهر نۀ شو وتی بهر فوځيان ولاړ دى بيګامو غواهم په ډزولګيدلې ده مړه شوې ده مونږ ترې خدائی بچ کړو بهائى جانه تۀ خو اخبار واله ئې تاته فوځيان څه نۀ وائى مونږ پسې راشه .
زماکشر اوښى ماته دسوات نه په فون خبرې کولې ،سلګۍ ئې وهلې زماکشر اوښی عمر باچا هلته په سوات کښې ژړل اومونږټولو غټو وړو په پيښورکښې ژړل، زمامشر زوى شاسوار ماته ووئلي چې ابوسوات کښې خوطالبان خلق وژنى نودافوځيان طالبانو پسې تلى دى طالبان وژنى اوکه نه ټول خلق وژنى ماماجى ولې ژاړى اوتاسو ولې ژاړئ ماسره نه خودخپل زوې دسوال جواب ؤ اونه خپل کشر اوښى دسوالونوجوابونه وو ځکه چې ماته ښه پته ده چې په سواتکښې دطالب اوفوځى دادوينواولمبو دالوبه دڅه غرض لپاره شروع کړی شويده اوپه دې کښې څوک په نخښه کيږى .
په دې لويه لوبه کښې دچاچاسرونه قربانى شول څوک پکښې دمال حال نه اوس په سر شول او په دې کښې دچاچا مفادات دى .
دسوات، دير، بونير، باجوړ او نورو قبائيلى سيموکښې چې دترهه ګرۍ په نوم دا کومه لوبه وکړه اول ئې داپريشن په نوم په لکونو عام وګړى پخپل وطن کښې په مهاجرت مجبوره کړل په زرګونو پکښې ژوبل په سوونوپکښې ووژل شول بيائې دامن معاهدې په نوم واپس خپل وطن ته بوتللو دشرعى نظام عدل وعده ئې وکړه، امن راغی او چې امن راغی نوبيائې دامن معاهدې خلاف ورزۍ په نوم زمونږ کورونه تباه کړل په سوونو ځوانان ئې راله ووژل اوپه سوونوئې ژوبل کړل خوزمونږ ګناه څه ده ؟
مونږ اوس پخپل وطن کښې په مهاجرينو ياديږو په لکونوسواتيانو دسوات،بونير اودير نه په بې سروسامانۍ کښې دخپلوکورونو نه راوتلل اوڅه په کيمپونوکښې په مجبورۍ اوبې وسۍ شپې ورځې تيروى اوڅه پيښور مردان ،کراچۍ وغيره ته لاړل خپلوخپلوانو کره پراتۀ دى .
زمادسوات، بونير اودير بچى ،وروڼه خويندې نن چې په کوم حالات کښې دى داسې ژوند ته دې خدائی پاک نوم مسلمان وساتى، نن زما دغه غيرتى پښتانۀ دهرچالپاره سواله نشان جوړشويدى ، دوى پوښتنه کوى چې زمونږ به څه کيږى !!؟
نن زمادملک سياسى ليډران په پى سى هوټلونوکښې ناست دى اودسوات په حالاتوتبصرې کوى ددوى لپاره دعوامو نه غوښتنې کوى چې دوى لپاره چندى جمع کړى حکومت هم دچندو اوامدادونو مرستې کوى خوکومې مرستې اوکومې چندې چې حکومت په سياسى ډلې ددوى په نوم ټولوى يااعلانوى ايا په دغه مرستواوچندو به ددوى غمونه کم کړی شى ؟
کوم خلق چې په دغه واپريشنونوکښې مرى يادغه مرستې ددغومړو متبادل کيدی شى ؟؟ زما دعمرباچا شان ډير بچى په دې طمع ن است دى چې څوک به راشه چې دسوات نه ئې پيښور يامردان ته راولى . ايا شته څوک چې زما دعمرباچا شان ډيربچى سوات دويرژن ماحول نه راوباسى ؟





د سوات انځورونه :











د ډيورنډ پوري غاړه سوات کښي د جنګ – جګړو له امله د نژدې يو مليون کورنيو بې ځايه کېدل :


تبصره نسته

  1. سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ!
    زه حیران یمه چه څه ولیکم، تاسی په الله باور وکۍ چه دغه رنګه حالات ډیر سخت دي او الله دی ترینه هر څوک وساتي. ددغی ټولوحالاتو ذمه دار زمونږ مشران دي ځکه دوی مونږ خرڅ کړي یو په هر چا باندی.
    د فضل رحمان او قاضي څخه به څوک څه د خیر طمع وکړي دوی خو د اسلام په نوم باندی خلکو ته فریب او دوکه ورکوي او الله دی دوی وشرموي، دوی پښتانه بدبخته کړل الله دی ددوی په کور کی ماتم راولي.
    زمونږ د خویندو، مورګانو او لورګانو د بی عزتۍ تپوس دی الله له دوی څخه وکي.
    الله دی زمونږ دغه بی ځایه شوي رونه او خویندی په ډیر عزت او درنښت سره خپلو کورونو ته ستانه کړي.
    آلله دی زمونږ په حال رحم وکړي. آمین

  2. بس د الله نه به همدغه خواست کوو چي الله پاک دي ددوی په مور باندي د خره ډګه ومنډي ! دوی خو دي خدای پاک و هر بني آدم ته پرې ګونډو کړي خدای پاک دې دوی وشرموي . خدای پاک دې دوی په ما او تاسو او ټول عالم اسلام و غووي ! آمين يا رب العالمين .