ژوندی احساس لرمه نظم

سعيد لودين | مې 11th, 2009


زړګيــــه!نوردې هوسونــــوپسې نه ګرځمه
بس.په ښــکلااوښايستونوپسې نه ګرځمه


اوس دې په ډيروارمـــانونوپسې نه ګرځمه
دستـــادې خوښې نصېبونوپسې نه ګرځمه


نور ژړېني توب ته دې پای ټـــــــــــکی ږدمه
هرمينتـــــــــوب ته دې پای ټـــــــــــــکی ږدمه


خپـل زلمېتــــــوب ته دپای ټـــــــــــکی ږدمه
دې لېونتـــــــــــوب ته دې پای ټــــــکی ږدمه


مړه! حـجره پېژنم جمــــــــه جومــــــات پېژنم
هرڅــــــه په سترګووينم واړه حــالات پېژنم


ژونـدی احساس لرمه امتحـــــــــانات پېژنم
خـدای په قـــــدرت پيژنم چې کاينات پيژنم


ته عجېبـه غــــوندې یې اوس هم خندالټوې
دوېراوغـم په چـم کې کومــــــــه ښکلا لټوې


اوس بــــه دبلې مينې بلــــــــه درزالټــــــــــوې
زمــــــاخوداسې خوښه که ملګرتيـــــــالټوې
زړه!
دهرې اوښــکې اوښــکې په بهيــــــدووژاړه
دبورومينــــــــــدوسره پـه ژاړيــــــــدو واژاړه


دبنـــــــــدي يارسره دې په شـــــکينجوو ژاړه
په خپل ايمــــــان وژاړه په ننګ پښتووژاړه


چې وارخطاخـــــــونشې نن دسنـګرته بيایم
نن دپه غـــــاړه غــــــاړۍ دجنګ ډګرته بيایم


ته به يې داسې ګڼې چې دګودرته بیــــــــــایم
مرګ ته به ژونـــــداووايې که دخطرته بيایم

»

Copyright Larawbar 2007-2024