" /> " /> " /> " /> يو امريکايي عسکر خپل ۵ ملګري ووژل او ۳ يې ټپيان کړل – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / يو امريکايي عسکر خپل ۵ ملګري ووژل او ۳ يې ټپيان کړل video

يو امريکايي عسکر خپل ۵ ملګري ووژل او ۳ يې ټپيان کړل video

په بغداد کښي د امريکايي فوځيانو د ” Camp Liberty” کمپ يوه امريکايي عسکر خپل پنځه ملګري په ډزو وویشتل او ۳ نور يې زخميان کړل .


نوموړی حمله کوونکی سرتېری تر حملې وروسته سمدستي نيول سوئ دئ .


د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت وختي ماځيګر ویلي وو چي نوموړي عسکر له حملې کولو څخه وروسته ځانمرګی بريد کړئ دئ خو تازه خبرونه دا خبره ردوي .


له نوموړي عسکر څخه پلټني رواني دي خو تر اوسه لا نه ده معلومه چي نوموړي ولي داسي يوه کړنه وکړل.


دامريکا جمهور رئيس اوباما په دې اړه سخت ټکان خوړلئ او غواړي چي په دې باره کښي يې د يوې پراخي څېړني امر ورکړئ؛ څو څرګنده سي چي د پيښي اصلي لامل څه دئ .