کور / سياسي / کله چي وحشت د مدنيت ځای نيسي

کله چي وحشت د مدنيت ځای نيسي

۲۰۰۹ د مې ۱۲ مه 

پېړۍ و رژېدې، کلونه تيرسوه نسلونه يو په بل پسې سر راپورته کړ او له مينځه لاړه خو ډيرلا دغه پوښتنه اوس هم دځانه څخه کوي چي دا ولي انسانان دخپل هسته څخه يعني د بابا آدمه تر دې دمه پوري د تاريخ په اوږدو کي او خاصتا په شلمه پېړۍ کي چي انسان خپل کمال د تاريخي او علمي لاسته راوړونو له برکته و اوج ته ورساوه خو بياهم د د ډير فجيعو او وحشيانه جګړو سره لاس او ګرېوان دی او يو د بل ريښې باسي ؟


انسان دغه د مځکي پر سر باندي هغه يواځني موجوددی چي په ډله ایزه توګه يو د بل په وژلو لاس پوري کوي او له مينځه يې وړي . تر اوسه هيڅ بل یو جانور او يا کم حیوان په ځانګړي توګه خپل همنوعه په داسي ډول چي انسانان يو اوبل سره وژني ،ندي وژلي او نه یې وژني، بس يوازي همدغه د بنی آدم اولاده ده چي و خپل همنوعه ته بلا اخيستی دی او يو دبل ريښې باسي . دا هماغه انسانان دي چي د ورورۍ ، اخوت، عدل، انصاف او انساني کردار دپاره د مختلفو اديانو او مذهبو د لاري د خلکو و جذبولو ته آسماني آياتونه او مځکنۍ رسالې لري ، په دې دواړو کي و انساني اوبشري ټولني ته دخدمت او ورولۍ دعوت ورکول کيږي . دبلي خوا بيا د ترقۍ، تمدن، عدالت، سولي، آزادۍ، ډيموکراسۍ، برادرۍ او امنيت ادعاوي هم کيږ ي، رقم رقم شجرې ورته جوړيږي، خو کله چي بيا د عمل ځای راسي، د ځان غوښتني او حرص ځای راسي، د استعمار او استثمار خبره را مخته سي ، نو بيا هرڅه هېر او د خپلي لويي غوښتني په خاطر د نورو انسانانو د تباهۍ او ګمراهۍ دپاره نادره دسيسې جوړيږي ، همدغه انسانان پرمختللي د ډله ائزي وژنو وسلې اختراعوي او د انسان پر وژنه يې کاروي ، همدغه انسانان بيا دخپلو بشري او انساني ادعاګانو پر خلاف يو دبل ريښې باسي ، او هغه هم په ډير وحشت او بربريت سره .


دغه شاني تناقضات او ادعاګاني چې انسانان یې د خپل همنوعه د وژلو دپاره لري، نو څوک نه پوهيږي چي هغه څه شاني بیان کړي؟ آيا په انسان کي دغه د حال وتنه ، په خپل سري او ځان غوښتنه ، بې رحمي او درنده ګي يوه ذاتي پديده ده او که دا د تاریخ په يوه ټاکلې مرحله کي د بشر، دغه د اشرف مخلوقاتو بني آدمانود خېلونو د سرغنه وو د يوه تمام عیاره انحراف او بربریت وخواته د ښوېدو و مرحلې ته د ننه وتو يو جريان دی؟ آيا دغه شاني دویني تویولو خصلت د تاریخ په اوږدوکي دیوې خاصي تاريخي مرحلې محصول دی چي انسانان دي په دغه شاني وحشت سره د خپل همنوعه د وژلو صحنې ننداره کړي او که نور و جوهات هم لري ؟


همدا زموږ خوږمن هیواد مظلوم افغانستان به را واخلو. دلته نده معلومه چي ددې مؤمن او بې ریا هیواد خلک خدای تعالی په کومه ګناه نیولي دي چي دتاریخ په اوږدو کي د هر يرغلګر، د هر ظالم، د هرستمګر او د هر فرعون د ظلم مېچن يې پر سر چلېدلې او هر اهریمن او چپاولګر استعمارګر، چي څومره یې زړه غوښتي دي نو د خپل حرص او يرغلګری په خاطر یې ددې هیواد د مظلوم انسان سره د انسانیت په نامه د وحشي درنده ګانو په څیرچلند کړی دی .


دا هره ورځ نه بله زموږ ولس په اور کي کبابيږي ، بېګناه افغانان، ښځي، سپين ږيري، نيلغه ځوانان مو په خپلو جونګړو او خټينو کوډلو کي په خپلو غريبانه بې دره او بې دربانه مکتبو، مسجدو او هستوګن ځايونو کي، د امريکا د متحده ايالاتو په بې رحمانه بمباريو کي يا دهغوی د پوځيانو لخوا د طالب يا ټروريسټ په نامه د خپل ژوند هستي او مستي دلاسه ورکوي او په ينو کي لمبيږي .


تازه مثال يې همدا د امريکايې ځواكونو په هوايي بريد كې د فراه ولایت د بالابلوک د ولسوالۍ پر ملکي کسانو باندي بې رحمانه بمباردمان او عام وژنه وه چي لويه انساني غميزه يې هست کړه . په دې هوايي بمبارۍ کي ګڼ شمېر ملکي کسان ، بېوزلي ښځي، کوچنيان سپين ږيري او ځوانان يو مخ تباه او د يو سلو اووه څلويښت نه زيات بې ګناه مظلوم افغانان پکښې شهيدان سوه . ته به وائي چې داسي بې رحمانه عام وژنه د متمدني او کمپوټري جګړو لاسته را وړني دي چې تر هر وخت زيات بشري فاجعې را زېږوي او عام ملکي عوام په نښه کوي . آيا ډيموکراسۍ ته د ننوتلو او د ټروريزم سره د مبارزې ميتوډونه ، د خپل ځان امنيت او مدنيت او نوي بشري نړۍ ته د رسېدو لاري بايد د دغه شاني وحشت او بربريت څخه تيرسي ؟


خو واقعيت دادی چي دغه شاني انساني فاجعې هره ورځ ، هره اوونۍ ، هره مياشت او هر کال په همدې نومو او مفاهيمو تکرار در تکرار يږي ، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي دغه شاني بشري غمجن مصيبتونه او تراژيدۍ د هري جګړې په بهير کي ليدل کيږي .


اوس خو د ټروريسټانو سره د جګړې يا د ډيموکراسۍ داعادې،د بشري حقوقوڅخه ساتنه او يا د ځان د امنيت په خاطر د نورو هيوادو د ډله ائزو وژنو دوسلو امحا او يا په ظاهره د القاعدې او طالبانو د بنسټپالني سره د مبارزې په نامه، د امريکا متحده ايالاتو او د هغوی انډيوالانو دغه نړۍ وال تهاجم دافغانستان او عراق غوندي هيوادو څخه را پيل کړی او هري خواته ځان غزوي، خو، ددېنه چي څوک شاته ولاړسي او د هغه نه چي لا ډېر نور هم شاته ولاړسي ،نو په تېرو څلورزرو کالوکي انساني تمدن به ښایی دنن ورځي په معنی يوازي درې سوه کاله د سولي په ماحول کي اوسېدلی وي، پاتي تېر تاریخ دیوه سره په همدغه شاني يرغلو، خپل مينځي جګړو، وژنو، د پردو پر خاوره باندي تهاجم او په یو ډول نه بل، د عقايدو د جګړو او د نورو د مځکو د لاندي کولو په خاطر نړۍ د پوځي لانجو په ګرداو کي غوټې وهلي دي او لويي تباهۍ ئې را وستلي دي .


په لومړۍ او دوهمه نړۍ واله جګړه کي لږ تر لږه۱۱۰ میلیونه انسانان ووژل سوه . داسی اټکل کیږي چي دبشريت په تاریخ کي به د جګړو په لړ کي به تر یوه میلیارډه زیات انسانان وژل سوي و ي . یوازي ددوهمي نړۍ والي جګړې په جريان کي، د جګړې په بېلابېلوجبهو کي د پنځوسو میلیونو نه زيات انسانان ووژل سوه .

دغه جګړه به ښايي د بشر په تاريخ کي تر ټولو خونينه او وحشيانه جګړه وه. د انساني تلفاتو دغه وحشتناکه شمېره دغه واقعيت څرګندوي چي دغرب تمدن پرځای ددې چي و انسانانو ته آرامي او هوساينه راولي د يوه داسي جنون او وحشت په فضا کي ګرفتاره ده چي بس يوازي د انسانانو په عام وژنه کي وخپل ځان ته تسل ورکوي او په همداسې تسل سره غواړي ځان و خپلو شيطاني اهدافو ته ورسوي .


د دوهمي نړۍ والي جګړې اخلاقي بار په دې کي هم خورا زيات وو چي د نن په شان د عام ولس پر استوګن ځايو باندي بې وقفې او ړندې بمبارۍ کولې ، په هيروشيما او ناکاساکي کي پر ملکي خلکو باندي د اټوم بمب استعمال سو ، په جرمني کي د آدم سوزۍ د اور کورې جوړي سوې،په ميليونونه انسانان وجبري کوچ ته اړ ايستل سوه، سياسي تبعدونه اوپه اشغالي سيمو کي انساني ضد خشونتونه او وحشتونه را مينځته سول . دا ټوله تر دا اوسه پوري د ماشيني او تمدن په عصر کي د بشري وجدان پر لمن باندي تور داغونه دي چي قضاوت يې عام ولسونه او تاريخ کوي .


د ۲۰۰۳ کال نه را وروسته څه نا څه دېرش لوی او کوچني بهرنۍ او کورنۍ جګړې په عراق، افغانستان، فلسطين، برونډي، كولمبيا، كانګو، هنداوپاكستان ( دكشمير پر سر)، سيرالانکا، انډونيزيا، سوډان، پيرو، فيليپين، روسيه (چچن) او يوګندا کښي، جریان لري . د دې ټولو جګړو سازماندهنده ګان چي نن يې په سر کي د امريکا متحده ايالات ولاړ دی هماغه استعماري هيوادونه دي چي ځانونه د دوهمي نړۍ والي جګړې ګټونکې بولي او نړۍ يې په خپلو مينځو کي سره وېشلېده .


په داسي حال کي چي فکر کيږي بشري ټولنه د اطلاعاتي او اړيکو په عصر کي د يوه نړۍ وال کلي په دننه کي ژوند کوي ،خو د نړۍ عامه افکار لا تر اوسه د ځينو جګړو په ماهيت ناخبره دي . ان په امريکا کي ګڼ شمېر دپوهنتونونو شاګردان د ځينو جګړو څخه ناخبره ساتل سوي دي او که خبر هم وي نو د هغوی په اصلي ماهيت نه پوهيږي .


جګړه نه یوازي دوحشت اوبربریت نښانه ده بلکه د تاریخ په اوږدو کي د نژادپرستۍ او ملي ګرايی یوه ممثله بېلګه هم وه . کله چي يو څوک دیوه امریکایی محصل نه پوښتنه وکړي چي د ويټنام په جګړه کي د تلفاتو شمېره څومره وه، نو زیاتره به هغوی د پنځوسو زرو په شاوخوا کې یو رقم درته وښيي چي البته دغه شمېره په دې جګړه کي د هغه امریکایی وژل سوي سرتیرو او افسرانورسمي اعلان سوی رقم دی چي هغه نه پټيږي، خو دغه امريکایی محصل به دهغه يو میلیونو نه زیات ویټنامیانو دوژلو په رقم ځان ناګاره واچوي او يا که خبر هم وي نو قصداً به و نه غواړي هغه واقعي رقم يادکړي چي په همدې جګړه کي له مینځه تللي وه . په دې هم سر نه خلاصوي چي دا جګړه دڅه دپاره وه او د دوي هيواد څه حق لاره وهغه ته په داسي ظالمانه توګه زور ورکړي ؟ په امريکا کي چي ډله ائزه رسنۍ د يوه سره د يهودانو او لويو کمپراډورانو په لاس کي دي هغه جنايتونه چي د امريکا اداره يې په نورو هيوادو کي تر سره کوي نو د عام ولس د اغفال د پاره هغه نه خپروي . همدا وجه ده چي په جګړو کې نه يوازي د تلفات او خرابيو او ورانيو اندازه د ملي ګرائی پر معيارو باندي سنجول کيږي بلکه داسي احصائيو ته اصلاً د خپرېدو زمينه نه برابريږي چي د امريکا او يا اروپا د قدرت د ماحوله څخه دي دباندي وي . په عراق او افغانستان کي د پوځي او ملکي تلفاتو شمېره که يو تن وي او که څو تنه نو هغه يوازي د امريکا ددفاع وزارت د پوځي قومندانۍ لخوا په مصاحبو او د رسنيو لخوا اعلانيږي خو د افغاني او عراقي مړو او زخميانو شمېره که په ډله ایزه توګه وي که په انفرادي ډول نو هغه د جنګي خبرو او اعلانو په ګرداو کي ورک سي .


د دوهمي نړۍ والي جګړې څخه بيا تر ننه پوري د ملکي کسانو وژنه او د عامه تأسيساتو ورانۍ تر نورو جګړو زيات سوي دي . سره ددې چي د نړۍ وال حقوقو له مخي پر ملکي کسانو باندي حمله جواز نلري خو په دوهمه نړۍ واله جګړه کي د لويو اروپايي ښارو د هوايي حملو په شروع سره او بيا د کوريا، ويټنام، عراق او نن د افغانستان په جګړو کي ټوله ښاري او زراعتي بنيادونه او پوځي او غير پوځي هدفونه تقريباً پای پاکه تباه سوي او له مينځه تللي دي . د ويټنام په جګړه کي به ټولي هغه قصبې او په کليو او بانډو کي پراته کورونه هستوګنځايونه عمدتاً په دې خاطر چي سټراتيژيکي او تاکتيکي اهميت يې درلود د امريکايي پوځ لخوا تر بريد لاندي را تله او تباه کېدله به . په حقيقت کي په ويټنام او افغانستان کي چي کوم تاوانونه د ژوندانه ومحيط ته واړول سوه نو هغه واقعاً يوه بشري فاجعه او لوی جنايت وو چي په خواشيني سره نن هم تکراريږي .


دغه تاريخي حقيقت اوس و هر چا ته څرګنديږي چي د امريکا او غربي نړۍ زياتره تهاجمي او د خپلي سلطې د ټينګېدو اوغزېدو دپاره جګړې، په ظاهره د پرمختيا ، تمدن او انسانيت تر چتر لاندي تر سره سوي دي . نن هم چي بشري د جګړو و اوسني شکل او ماهيت ته ګوري نو پر خپلواکه او ناتوانه هيوادو باندي دامريکا غوندي لويو قدرتو تهاجم د همداسي فريب کارانه او غولوونکو مفاهيمو د تطبيق په نامه تر سره کيږي چي همدا شېوه جهاني اخلاقيات د واقعي پستۍ او ابتذال و خواته شوه کوي ، او زور واکه ځواکونه د خپلو بې رحمانه عام وژنو په بهير کي خپل انساني شرافت دلاسه ورکوي . پای


په فراه کښی د بمبارۍ د قربانيانو په اړه د رويټرز راپور :