کور / تازه خبرونه / کابل، زابل، او فراه: شپږ پروژي گټي اخيستني ته چمتو شوي

کابل، زابل، او فراه: شپږ پروژي گټي اخيستني ته چمتو شوي

٢١/٢/١٣٨٨ 


دکليو دبيارغوني او پراختيا وزارت شپږ پروژي پدي وروستيو کي دکابل زابل او فراه  په ولاياتو کي  ګتي اخستني ته چمتو شوي .


ددي ولاياتو دملي پيوستون پروگرام دمسوولينودوينا له مخي پدي پروژو کي ټولنيز مرکزونو اود(٥١٢) مترو په اوږدوالي سيل برونوجوړول، د(٥٠٢) مترو په اوږدوالي په سرک باندي شگي اچول، د(٦٠٠) مترو په اوږدوالي دلښتيوپخول د(٤٧٦)مترو په اوږدوالي داوبوبرښناشبکي غځول دبرښنا ( ٩) پايي او يوه پنځوس کيلواټه ترانسفارمر نصبول او دخياظي کورسونو دايريدل شامل دي .


يادي شوي پروزي دکابل ولايت دفرزي ولسوالي دزابل ولايت په مرکز قلات او دفراه ولايت په مرکز کي ، د (٤١٥٨٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو له وندي بشپړي شوي  او څه دپاسه (٨٥٩) کورني ترينه گټه اخلي .