کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف :په ټولټاکنو کي برخه نه اخلو

نوازشريف :په ټولټاکنو کي برخه نه اخلو



دپاكستان دمسليم ليګ نواز ګروپ مشر نواز شريف هم داشيبه ديوه خبري كانفرانس په ترڅ كې اعلان وكړ چې په راتلونكو ټولټاكنو كې برخه نه اخلي .


هغه دخپلو خبرو پرمهال وويل چې ننى ځانمرګى بريد دپاكستان ترټولو بدمرغه پېښه ده او دنوموړي په وينا چې دپاكستاني صدر پروېز مشرف دشتون په صورت كې په هيواد كې امنيت راوستل نامكن دي . ښاغلي شريف وويل چې موسليم ليګ دپاكستان ترټولو لوى ګوند دى او په احتجاجي ډول به ده خپل هيواد په ټولټاكنو كې برخه نه اخلي .


نوموړي مخامخ نه خو اشارتاً دبېنظيري په وژنه واكمنان تورن كړل او ويه ويل چې داهرڅه دامنيت دنشتوالي له كبله دي .
ديادولو وړده چې دنوازشريف له احتجاجه او دبېنظير بهوټو دوژنې راهيسته په پاكستان كې دم ګړى ټولټاكنې ناممكني ښكاري .