کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دبې نظير بوټو مړينه او دپاكستان راتلونكى !

دبې نظير بوټو مړينه او دپاكستان راتلونكى !

www.larawbar.com


Binazeer Bhottu


 


 


 


 


 


 


 


 27/12/07


نن يوځل بيا ديوه بل بربريت ظلم اوناانصافي خبر په داسي حال كې خپورشو چې داسلامي نړۍ لومړۍ وزير اعظمي بېنظير بوټودازادۍ په لار كې خپلې سترګي پټي كړې . رښتيا هم داديوه انسانيت وژنه وه او په بله معنا دجمهوريت او ولسواكي وژنه وه . بېنظيره خو هسي هم دخپل پلار او ورور او دكورنۍ دځينو نورو غړو په څېر له دې دنيا څخه ظاهراً وكوچېده خو بده داده چې غم يې وپاكستاني ولس ته ورپرېښودى .


 


دبېنظيربوټو ناپامه وژنه ښايي دپاكستان دكورنۍ جګړې لاعمل وګرزي هغه په دې چې ددغې وژنې له كبله له ګاونډي پاكستان څخه دااوس هم دناورين غږ راپورته كېږي او داسي اورته لمن وهله كېږي چې په لمبو كې به يې نه يوازي پاكستان بلكه ښايي دسيمي نوري برخي هم زيانمني شي . وړاندي به افغانانو داچيغي وهلې چې وه پاكستاني وروڼو خپل حكومت او خپل مشران په دې وه پوهوئ چې په افغانستان كې داوربلو لمبوته نور ورپوه نه كړي خو پاكستاني ورونو به تل داخبري ردولې او ويل به يې چې داتش تورونه دي . موږ به په چيغو ، چيغو داخبري كولې چې دجګړې اور هرلورته خپرېدونكى دى او په اور چې له هره لوري باد پسې شي هغه بل لورته غځېږي . نن له بده مرغه دغه اور زموږ ګاونډي هيواد پاكستان ته خپور شوى او ترډېره هده يې پښتني سيمې په غېږ كې اخيستې دي . ډېرى كسان وايي چې دپاكستان دځينو مشرانو اوسياستوالو په مرسته اوغوښتنه پښتني سيمي په سره اوركې سوځي خو پښتنو سياست والو په وار وارو داويلي دي چې دخداى لپاره ددغه اور په وژلو كې له پښتنو سره مرسته وكړئ كنه يوه نه يوه ورځ به يې لمبې ترتاسو درورسېږي .


art.burning.car.ap.jpg


پاكستاني مشرانو او ځينو نړوالو زوره وروبه په خوله دغه وعدې كولې چې هو همدسي به كوو او لراو بر افغان سيمه به دجنګ له لمبو څخه ساتو خو په عملي ډګر كې ځه نه ښكارېدل . دپښتني سيمي ترټولوښايسته هغه دچاخبره جنت وطن سوات هم دتپل شوې جګړې په اور كې داډول وسوځول شو چې مثال يې يوازي دمجاهدينو واكمني كابل كېداشي . هم داراز پېښورغوندي پښتني ښار او دجنوبي پښتونخوا بېلابيلي برخي خورانا امنه شوې او په افغانستان كې پر پښتني سيمو خو يې داسي سره ليكه راكش كړې وه چې هيچاورتګ ته زړه نه شو ښه كولاى . ځينو به ويل چې دنړۍ زبر ځواك يعني امريكه غواړي چې پښتني سيمي ناارامه كړي او په هم دې طريقه پاكستان ته دننوتلو لار هواروي او ګواكې موخه يې دپاكستان زروي ټيكنالوجي ترلاسه كول دي .


 ځينو نوروبه بيا ويل كې په سيمه كې داسلام دبدنامۍ هڅي رواني دي او نړۍ واله ټولنه يا په اصتلاح غربيان غواړي چې په دغو دسيسو موسلمانان بدنامه كړي ، ځيني بيا په دې باور وو چې په افغانستان او له هيواده دباندي ډېرى سياست پوهان داغواړي چې پښتانه ونړۍ والو ته ياغي اوباغي قوم وروښيي اوځينو به بيا ويل چې پاكستان ، ايران، روسيه. چين، عرب عمارات او په بله مانا دامريكا مخاليفين غواړي چې په دغو هڅو امريكا ناكامه كړي ، په هر حال داسي ډېرفكرونه موجود وو. خو موږ يعني پښتنو به تل داويل چې مه كوئ ! ليكن هرچا دپښتنو پركريږو خندل اوځينو به خوند ورباندي اخيستى .


 له بده مرغه نن ددنيا كريږي راپورته سوې چې هلئ داڅه حال دى اوددغه ډول پېښو مخنيوى په كار دى . زه ديوې افغاني په صفت رښتيا هم دبېنظېر بوټو په وژنه سخته خوابدې يم ، كه څه هم نوموړې وژل شوې نه ده اوداسي كسان تل دتاريخ په پاڼو كې ژوندي پاتېږي اوزه داويلاى شم چې دپاكستاني كام په دغه غم كې افغانان هم برابر شريك دي كنه زموږ دبې وزله ولس يومشر ډاكتر نجيب الله هم په ډېرظلم ووژل شو خو دنړۍ زورورو دومره سخت غبرګون ښكاره نه كړ . زه ډېره خوابدې يم چې په داسي يوه دردمنه پېښه كې يوه مېرمن مري او هغه هم داسي مېرمن چې نه يوازي دپاكستان بلكه په اسلامي نړۍ كې لومړنۍ ولس مشره وه او دولس په رايو يې دهيواد دوه ځله مشرتوب ترلاسه كړى وو.


دبېنظيري وژونكي چې هرڅوك دي په خپل پلان كې بريالي شول ،كنه دروان عيسوي كال داكتوبر پر18 اتلسمه نېټه هم پرنوموړې ورته بريد په كراچي كې وشو خو په هغه پېښه كې بېنظيره روغه رمټه ووته ولي په لسكونو كسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپيان شول . نن هم په دغه ځانمرګي بريد كې تر دامهاله تردېرشو دډېرو كسانو وژنه تاييد شوې او ترپنځوسو ډېر ټپيان دي . دغه كسان هم دمېرمن بوټو په څېر ديوچا اولادونه وو او دهغوى پر كورونو هم دغم ټغر وغوړېدى .


زه دپاكستان په هكله بايد دومري ووايم چې دروسانو ديرغل پر مهال يې له افغان كډوالو سره دګڼو نوروګاونډيو په پرتله ښه چلند كړى دى او له بله اړخه هلته په شمالي اوجنوبي پښتونخواكې دپښتنو يولوى ټبر مېشت دى . هلته مېشتو سياست والو هم تل پر پاكستاني چارواكو داغږ كړى چې خداى ته وګورئ او پر افغان وطن تپل شوې جګړه بنده كړئ كنه تاسو او موږ به ټوله پكښي وسوځل شو . خوچانه منل . نن هم موږ داغوښتنه كوو چې په ګاونډي هيواد پاكستان كې جنګ جګړې او ورته پېښي دګاونډيو هيوادونو په ګټه نه دي . موږ يوځل بيا دنړۍ والي ټولنې څخه داهيله لروچې په سيمه كې دجګړې اورته دپاى ټكى كښېږدئ كنه ښايي دااور ترتاسو هم درورسېږي .


اوس وروستۍ پېښي داسي اندېښنې راوپارولې چې په پاكستان كې به ټولټاكنې ځنډېږي او پاكستاني ولس مشر مشرف خو لاله وړاندي ويلي وو چې كه چېري دى نه وي ګواكې دپاكستان ايټمي وسلې خوندي نه دي . اوس په سيمه كې ډېرى په دې باور دې چې دراولپينډۍ دلياقت باغ ننى ځانمرګى بريد او تر دې وړاندي دكراچي ځانمرګى بريد ، دبوګټي وژنه ، دمېربالاچ مري ناببره مرګ ،دسوات پېښي ، دشمالي او جنوبي وزيرستان جګړې ، په پېښور كې ددكانونو سوځل ، په كوټه او هاخوا د په نورو ښارونو كې دناامنيو پېښي او ناببره ايمرجنسي نافظه ول ټولي تړاو سره لري . ښايي دغه پېښي دپاكستان راتلونكې ته ډېر زيان ولري او په پاكستان كې پد حالت دافغان هيواد په ګټه نه دي .


پاكستاني ولس له افغانانو سره تل ښه چلند كړى او ددغه ښه چلند له كبله موږ دهغوى په غم ځانونه شريك بولو خو داويلاى شو چې پاكستاني چارواكو هيڅ وخت پرافغان ولس په اخلاص زړسوى نه دى كړى .موږ وايو چې پر خپل ولس لږ زړسوى وكړئ او نور تاسو دجګړې اورته داوبو ورپاشلو هڅه وكړئ دابه دسيمي اونړۍ په ګټه وي.