کور / تازه خبرونه / حامدکرزی:”بېنظېره داسلامي نړۍ زړه وره لور وه ”

حامدکرزی:”بېنظېره داسلامي نړۍ زړه وره لور وه ”


بېنظير بوټو تر مرګ درې ساعته مخکي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبري  اتري وکړې ، ولسمشر حامدکرزی دا وخت پاکستان ته په رسمي سفر تللی و .


Binazeer Bhottu




افغان ولسو مشرحامد كرزي وروسته له هغه چې دبې نظېر بوتو په وژنه خپر شو يوې بېړنۍ خبري غونډي ته دوينا پر مهال وويل چې مېرمن بوټو داسلامي نړۍ يوه زوره وره لور وه او ښاغلي كرزي دايادونه هم وكړه چې هم دانن يې له مېرمن بوټو سره ليدلي او دده په خبره چې په افغانستان كې دسولي غوښتونكې وه .
ولسمشر وويل چې دبېنظيري په وژنه سخت خوابدى دى او نن يې دهغې ترمرګ وروسته خپله خواخوږي دمېرمن بوټو له مېړه اصف علي زرداري سره پرټليفون ښودلې ده . دبېنظير بوټو په وژنه دنړۍ له بېلا بېلو هيوادونو څخه غبرګونونه راغلي اودنړۍ په ګوټ ګوت كې دراول پينډۍ ننى ځانمرګى بريد سخت غندل شوى دى .



د بېنظير بوټو د مړيني له شېبې څخه راوروسته ټول وروستي خبرونه د لراو بر ويبپاڼي د بهرنيو خبرونو په برخه کي او پيښي د مهال ژوندي تصويرونه د لراوبر د ويډيو په برخه کي وګورئ !