کور / z_buitenland_news -- 5 / د بېنظربوټو مېړه او اولادونه پاکستان ته ورسېدل

د بېنظربوټو مېړه او اولادونه پاکستان ته ورسېدل

ځانګړي خبرونه



art.bhutto.gi.jpg


art.bhuttocoffin.afp.gi.jpg


د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيري بې نظير بوټو جسد د راولپنډۍ د چکالي پوځي هوايي ډګر ته وړل سوی  دی ، د پاکستان د خلق ګوند يوه غړي لراوبر ته وويل چي د بېنظير بوټو مېړه آصف علي زرداري هم له ډوبۍ څخه پاکستان ته رسيدلی دی ، نوموړي خپل يو زوی بلاول ؟(  بلال ؟) آصيفه  او بختوره هم له ځان راوستي دي .


ټاکل سوې ده چي د بېنظير بوټو مړی به سبا ته په لاړکانه کي د هغې په پلرنۍ هديره کي د خپل پلار ذولفقار علي بوټو تر څنګ خاورو ته وسپارل سي .


بېنظير بوټو چي په ۱۹۵۳ ميلادي کال زېږېدلې وه د څلور پنځوسو کلونو په عمر نن په راولپنډۍ کي يوې انتخاباتي غونډي ته تر وينا وروسته د خپل موټر له پاسنۍ کړکې څخه ولس ته د لاس ښورولو پر مهال له نامعلوم لوري پر ستوني او ځيګر د ټوپک په مرميو وويشتله سوه او مړه سوه .


د لراوبر په ويډيوي برخه کي دا پېښه له نړيوالو رسنيو وګورئ


 



















     
بوټو  ـ  ځانمرګئ بريد بوټو  ـ  ځانمرګئ بريد بوټو  ـ  ځانمرګئ بريد بوټو  ـ  ځانمرګئ بريد
بوټو  ـ  ځانمرګئ بريد بوټو  ـ  ځانمرګئ بريد بوټو  ـ  ځانمرګئ بريد بوټو  ـ  ځانمرګئ بريد


 


 


 


 


 


 


 


 


art.burning.car.ap.jpg