کور / تازه خبرونه / لښکرګاه: پاکستاني ځانمرګي بريد کونکي نيول شوي

لښکرګاه: پاکستاني ځانمرګي بريد کونکي نيول شوي

هلمند : په لښکرګاه کې دوه پاکستاني ځانمرګي بريد کونکي نيول شوي


د هلمند ولايت پوليسو تيره شپه د کشفي کره معلوماتو په اساس د لشکرګاه ښار د ساپيانو د   سيمي د يوه کور څخه دوه پاکستاني ځانمرګي  بريد کونکي يې د چاوديدونکو واسکټونو  ، او دوو افغان همکارانوسره يو ځاي  ونيول .


محمدحسين انډيوال  د هلمند امنيي قومندان لر او بر افغانستان ته يي وويل : دوه پاکستاني ځانمرګي بريد کونکي او دوه افغان همکاران يي  تيره شپه په لسوبجو د پوليسو له خوا ونيول شول ، او  تحقيقات تري راوان دي . د انډيوال په وينا : د ګرفتاري عمليات بي له کوم مقاومت څخه تر سره شوي.


      خو تر دا مهاله طالبانو په دي اړه څه ندي ويلي.