کور / z_buitenland_news -- 5 / د اغلې بوټو تابوت پلرني ښار ته ورسيد

د اغلې بوټو تابوت پلرني ښار ته ورسيد

داغلې بوټوتابوت پلرني ښار ته ورسيد
دپخوانۍ لومړۍ وزيرې تابوت د راولپنډۍله روغتون څخه وويستل شو او د الوتکې له لارې د سند ايالات د سکر ښار ته ورسول شو.



تابوت دجنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره د هغې پلرني ښارگوټي لاړکانې ته وړل کيږي چيرته چې د نوموړې پلار او يو ورور هم خښ شوي دي.


په پاکستان کې بنسټپالې ډلې ټول هغه غبرگونونه څاري چې د ډيموکراټيک بهير په اړه ترسره کيږي.


له دې پيښې څخه وروسته د پاکستان په يو شمير سيمو کې تاوتريخوالى پيل شوى دى او د ټرافيکو په بهير کې گډوډي راغلې ده.


د هغې خاوند اصف علي زرداري له درې ماشومانو سره له دوبۍ څخه پاکستان ته رسيدلې دى چې د ميرمن بوټو تابوت بدرگه کړي.


بريد د راولپنډۍ د ښار د يو پارک دروازې ته څيرمه وشو چيرته چې اغلې بوټو خپلو زرگونو ملاتړ کونکو ته وينا وکړه .


پوليسو دهغو راپورونو پخلى وکړ چې پر پخوانۍ لومړۍ وزيرې يې د ډزو خبر ورکاوو .


دوى وويل چې اغلې بوټو په ډزو ووژل شوه او درې مرمۍ يې پر غاړه لگېدلي دي.


نوموړې دپنجشنبې په ورځ د راولپنډۍ په روغتون کې پر سيمه ييز وخت د ماښام په ((٦:١٦ )) ساه ورکړه .


دغه خبر د باد ديوې غملړلې څپې په څير په ټول هيواد او همدومره په چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې خپور شو.


د پاکستان حکومت د کابينې بيړنۍ غونډه رابللې ده چې د اغلې بينظير بوټو له مرگ څخه وروسته د هيواد له اوضاع سره څه ډول چلند وکړي .


له همدې سره جوخت د پاکستان د مسلم ليگ ((ن)) مشر نواز شريف له ټول ټاکنو څخه پريکون اعلان کړى دى او په ټول پاکستان کې دغه پيښه په کلکه غندل شوې ده .


art.bhutto.coffin.gi.jpg