دبوټو په خاطر به دافغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي.

رحيم ګل څاروان | دسمبر 28th, 2007


دافغانستان دولسمشر حامد کرزي دفرمان له مخې سر له سبا به په ټول افغانستان او له افغانستان باندې په سیاسي استازېیو کې دافغانستان بیرغ دپاکستان دپخوانۍ لومړۍ وزیری په خاطر دڅلورویشتو ساعتونو په ترڅ کې نیمه ځوړنده وي.


دولسمشرۍ ماڼۍ درسنیو ددفتر له لوري لراوبر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دپخوانۍ صدراعظمې او دخلکو دګوند دمشرې میرمن بې نظیر بوټو دشهادت او دپاکستان ددوست اوورور هېواد له خلکو سره په دغه ستره غمیزه کې دغمشریکۍ او خواخوږۍ پخاطر سر له سبا دشنبې دورځې دسهار له اتو بجو او دیرش دقیقو څخه تر ۲۴ ساعتونو پورې به دافغانستان ملي بیرغ په ټول هېواد او په بهرنیو هېوادونو کې دافغانستان په سفارت خونو او دیپلو ماتیکو نماینده ګیو کې نیم ځوړند وي.


میرمن بې نظیر بوټو پرون مازیګر دپاکستان دراول پینډۍ په ښارکې دیو تروریستي برید په ترڅ کې شهیده شوه. حامد کرزي، بې نظیر بوټو دپاکستان او اسلامي نړۍ زړوره لور وبلله، وې ویل چې هغې دډموکراسۍ، پرمختګ او دپاکستان دسوکالۍ پخاطر خپل ژوند له لاسه ورکړ. ولسمشر، دمیرمن بوټو مړینه پاکستان او اسلامي نړۍ ته ستره ضایعه وبلله.

Copyright Larawbar 2007-2024