کور / خبرتیا او پيغامونه / ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې مطبوعاتي اعلاميه

ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې مطبوعاتي اعلاميه

 

بسم الله الرحمن الرحيم



لكه څرنګه چې ګران اوقدرمن هيوادوال خبردي دروان ليږديزلمريزكال دغوايي دمياشتې په يوويشتمه نيټه په ميدان وردګوكې ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه جرګې غړى ، ددريځ مهالنۍ خپرونې مسئول مدير اودافغانستان دمدافع وكيلانودټولنې دمشرتابه شورى غړى محمداجمل هوډمن داسې مهال په كابل ښاركې چې دخپل كارله دفترڅخه دراوتلوپه حال كې وه، دنامعلومولاملونوله مخې دملي امنيت دكاركوونكوله خوا نيول شوى .
محمداجمل هوډمن چې يورښتينى مسلمان اوهيوادپال ځوان دى تل يې هڅه كړې دخپلې ټولنې دپرمختګونواو ناخوالوپه اړه دهيواد دنافذه قوانينوپه رڼاكې نظروركړي اوكله يې هم داسې څه ندي ترسره كړي چې هغه دې دهيواد دلوړوملي اواسلامي ګټواوارزښتونوسره په ټكركې وي .
نولدې لامله دريځ علمي اوكلتوري ټولنه پداسې حال كې چې دنوموړي نيول كيدل دهيواد له نافذو قوانينوڅخه ښكاره سرغړونه بولي ، دهيواد له اړوندوچارواكوڅخه په كلكه غوښتنه كوي چې دافغانستان اساسي قانون اودرسنيوقانون ته په درناوي سره دنوموړى هرڅومره ژرچې ممكن وي خوشي كړي ترڅوژورناليستان اودقلم خاوندان وكولاى شي پرته لدې چې دخپل راتلونكي په اړه انديښنه ولري ، دخپل هيواد، دسياسي ، اقتصادي اوكلتوري پرمختګونو،ستونزواوناخوالوپه اړه نظروركړي .


په درنښت
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى