کور / تازه خبرونه / جلال اباد: اورلګېدنې ۳ تنه مړه کړل او ۶ تپيان شول

جلال اباد: اورلګېدنې ۳ تنه مړه کړل او ۶ تپيان شول

د جلال اباد په ښار کې اورلګېدنې ۳ تنه ووژل او ۶ نور ټپيان کړل. ځايي چارواکي وايي اور تېر مازيګر د جلال اباد ښار په يو سرای کې هغه مهال ولګېد کله چې د تېلو يو ټانکر د ويلډ کولو پر وخت اور واخيست . په دې اور لګېدنه کې ۳۰ دوکانونه او ۱۵ غټ او واړه موټرونه هم سوځيدلي دي. تر دې مخکې هم په ياده شوې سيمه او نورو سرايونو کې اورونه لګيدلي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.