کور / شعر / غزل

غزل

تاته دخپل زړګي خبره هیڅ ویلی نشم
چاته زه نه وایم باورپه چاکولی نشم
 
زخمی زخمی دی کړوزما دلیونی زړګی
بس دی اشنا نوره دی ظلم زه زغملی نشم
 
ستا دمړوسترګو په اثر باندی پوهیږمه زه
اوس خوله ډار درته سم صیح کتلی نشم
 
زما په زړه باندی غمونو ځان له کورجوړکړی
دسترګواوښکی ختمی شوی اوس ژړلی نشم
 
مطفی پدی یم درسره چی ډیر غمخواریی کنه
پدی غمونو کښی دی اوس زه پریښودلی نشم