کور / تازه خبرونه / د مۍ د دولسمې د شهيدانو په ياد لاريون وشو .

د مۍ د دولسمې د شهيدانو په ياد لاريون وشو .

 نن د سويلي پښتونوخوا په بوري سيمه کې د عوامي نشنل ګوند له خوا درې کاله وړاندې د مۍ د مياشتې په دولسمه د سند ايالت په کراچۍ ښار کې د پښتنو د ټول وژنې پر ضد لاريون تر سره شو چې پکې په سلګونو ځوانانو او سپين ږيرو برخه درلوده .

په لاريون کې برخه اخيستونکيو کسانو چې د سختو چيغو په بدرګه يې ټول ښار تر پښو وايست د سند حکومت او پښتون ضد ډله متحده قامي مومنټ د وژل شويو پښتنو قتلان وبلل شول .

وروسته بيا ټول لاريون کوونګي د بوري په پښتونستان څلور لارې راغونډ شول چې د عوامي نشنل ګوند يو شمېر چارواکيو ورته خبرې وکړې .

په وينا کوونکيو کې د عواني نشنل ګوند د مشرانو له ډلې ضلعي صدر بسم الله خان لوڼي ، تحصيل صدر عبدالخالق جلالزي. نائب صدر محپ الله کاکړ ، ليکوال او شاعر عبدالرحمان ځيرک او عصمت الله مسلم يار د لاريون برخه والو ته خپلې ويناوې واورولې .

د ټولو وينا کوونکيو د خبرو زاويه د پښتنو يوالى او د بشتنو د تل پاتې کېدو په لاره کې هڅې ګړندۍ کول وه .

د لاريون برخه والو پرېکړه وکړه چې د پښتنو د پايښت په موخه به سر له همدا ننه د عوامي نشنل ګوند تر بېرغ لاندې سره لاسونه ورکوي او هڅه به کوي تر څو په يوه نه يوه توګه  دپښتنو دښمنان له مېنځه يوسي .