کور / شعر / دغه سرې اوښکې په څودي؟

دغه سرې اوښکې په څودي؟

خوږه موریې سرته ناسته
ګلابي ما شوم یې غیږکې
د ښکلا سیند یې لیموکې
ثوابي ماشوم یې غیږکې
په لیموکې الله لولي
کتابي ماشوم یې غیږکې
»»»»»»»»»
نه زیارت ترې پاتې شوې
نه ترې پاتې کوم ملادی
مخ یې ژیړلکه د زرو
زړه یې داغ لکه لاله دی
بس سلګې دي اوزګیروي دی
یویې ځوی دي بل الله دی
»»»»»»»»»»»»
هرطبیب وایې مورجانې
داماشوم ورسوکورته
څودانې رزق یې پاتې
زردی وبې سپارې ګورته
موریې سوړاسویلی وکړ
ماشوم سترګې کړې راپورته
»»»»»»»»»»»»
بیایې تړمې اوښکې توی کړي
(تشه لاسه ته د شمن یی)
مرګ اوژوند د خدای په لاس دی
پرې د پاسه ته د شمن یې
خداې به دانرګس راښه کړي
ځه وسواسه ته د شمن یې
»»»»»»»»»»»
یوه ورځ په کورکې ناسته
یوملنګ راغي کوڅې ته
هغه لرې چوتره وینې
هلته کیناسته د مې ته
خیرات راوړي ، مسافرېم
خوله یې جوړه کړه نارې ته
»»»»»»»»»»»»»»
مورمې منډه کړي ډیوډۍ ته
کندوډک وو له غلې نه
په منګي پروت جام یې ډک کړ
د کورمنځ کې له ویالې نه
یوه لمن غنم یې وروړل
کړه و رغږیې دروازې نه
»»»»»»»»»»»»»»
اوس خو دغه غله واخله
راته وکه دعاګانې
که رنځورځوي مې راښه شي
سږنی فصلونه ښه دی
دغه ټول فصل د تا شوو
»»»»»»»»»»
ملنګ چوپ شوو سریې ټیټ کړ
یوه شیبه مراقبه شوه
زه یې وینم له بلۍ نه
وجد واخیسته جذبه شه
دجذ بې سمندریوړه
د ښکلا د سیند څپه شوو
»»»»»»»»»»»»
بیا مسکی شوو لکه شمه
ویل یې داماشوم دې څه دی؟
زړه یې ډک د خدای له نوره
داچې ټول لیمه ،لیمه دی
د ښایست سیورۍ پرې شوی
اودې سیورې ته ویده دی
»»»»»»»»»»»»
مورې دا ماشوم به ښه شي
که له وسه دې پوره وي
داسې ښکلې راپیداکړه
چې سپیڅلې سېپاره وي
با ک یې نشته دې مورجانې
که مریم ، که صفیه وي
»»»»»»»»»»»
خو چې زړه یې داسې پاک وي
لکه پاکه ملغلره
یودریاب دعاطفې وي
یوه کاواکه ملغلره
چې ترې بله کومه نه وي
ارزښتناکه ملغلره
»»»»»»»»»»»»»
زر ویالې د رڼوشاتو
زرځنګلې د ګلابو
په سپرلې زړه کې یې ناڅي
زرغزلې د ګلابو
او پستې وریښمینې ګوتې
وي غندلې د ګلابو
»»»»»»»»»»
زرنرګسه یې لیموکې
زریې زلفوکې ریحان وي
خوږې شونډې یې انګوروي
شوخې سترګې یې مرجان وي
تکه سپینه خامه خوله یې
د اویا غمیو کان وي
 
»»»»»»»»»»»»»»»»
لمریې سترګونه راخیژي
شپه یې زلفوکې ویده وي
پسرلي پکې زرغون وي
مخ یې مسته ایینه وي
پروانشته ، پروانشته
که مریم ، که صفیه وي
»»»»»»»»»»»»»
ملغلرې په زرګونو
له بڼو یې اویزاندې
لکه ورک ماشوم له موره
لالهاندې لالهاندې
لکه زرچینې د زرو
رابهاندې ، رابهاندې
»»»»»»»»»»»»
دغه اوښکې ملغلرې
به له ځان سره راوخلې
داسپیڅلې راڼه ستورې
به اسمان سره راوخلې
دغه ټولې به مورجانې
له قران سره راوخلې
»»»»»»»»»»
ټوله شپه ورته رڼه کړه
اوسحرته به یې راوړې
بلاګانې د رپسې دي
دخدای درته به یې راوړې
دې د مینې پیغمبر ته
دې شرر ته به یې راوړې
»»»»»»»»»»»»
بس سودا د ژوند په سرده
دالمدې اوښکې په څودي؟
دمودو ، مود رنځوریم
ستاتروې اوښکې په څودي؟
تاته وایم ،تا ته وایم!
داډیوې اوښکې په څو دي؟
 
لیږونکې : ص. اوښکه