کور / کیسه / دمهدی اخیرزمان راتګ

دمهدی اخیرزمان راتګ

۴- په زبورکي:د دادود (ع) په زبور( مزامیر) کې هم د مهدی(ع) د ظهور په هکله بیانونه راغلی دی په (۱۵۰) مزامیرو کې په( ۳۵) کې يې د حضرت مهدی (ع) د راتګ، پر شریرو باندې د صالحانو بری ، د یو واحد حکومت جوړیدل، اود ټولې نړۍ خلک په یو دین کیدولو ته بشارتونه شوی دی:او عجبه لا داده چې په قران کریم کې ویل شوی چې په زبور کې دمهدی (ع) دا راتګ په هکله مطالب شته قرانکریم وایي:(ولقد کتبنا فی الزبور من بعده الذکر ان الارض یرثها عبادی الصالحون (سوره انبیاء، آیه ۱۰۵)او خامخا په تحقیق لیکلي دي موږ په زبور کې وروسته له نصیحت څخه دا چې بیشکه دغه مځکه مالکان کیږی به يي( بالاخر هغه) بندګان زما چې نیکان دی ( او په میراث يې وړی)»دزبور(مزامیر)کتاب ، مزمور ۳۷، بندونه( ۹ تر ۱۲) راغلی دی:« څوک چې د خدای انتظار باسی د هغه د برکاتو به برخمن شی ،ځکه شریران ډیر دوام نه کوي یو څه مده به وي بیا له نظره نیامیږي، اما په خدای توکل کوونکي به د خدای د برکاتو برخمن شی او ژوند به یې په سوله اوصفا وي . دشریر سړي له باایمانه او نیکو کار سړي څخه بد راځی او هغو ته توطیه جوړوی…»زبور(مزامیر)کتاب، مزمور ۳۷، بندونه (۱۷تر ۱۸) کي راغلی دی:« خدای د بد کارو واک ختموي، صدیقان ژغوری.، خدای د امینو او رښتینو خلکو د ژوند ساتنه کوی او میرا ث به يي دایمي وي» مزمور ۷۲بند ونه (۱تر۴) کې راغلی دی:ای خدایه! شرع او خپل احکام «ملک» او خپل عدالت «ملک زاده» عطا کړه . چې ستا پر کام په عدالت او ستا پر فقرا په انصاف حکم وکړي، د غرو او دښتو کام ته عدالت ورسوي د کام فقیرانو ته حکم وکړی د مسکینانو زامن وژغوری او ظالېم مات کړی»لوی پیغمبر حضرت محمّد بن عبدالله ـ صلّی الله علیه و آله و سلّم ـ دلته د «ملك» اوحضرت مهدی ـ علیه السّلام ته «ملك‌زاده» ویل شوی دی . مزمور ۷۲بند ونه (۹ تر۱۴) کی راغلی دیله سیند تر سینده له فرات د روده به تر لیری ځایونو سلطنت وکړی د صحرا خلک به د هغه حضور ته ټیټ شی او دوښمنان به يې د پښو خاورو ته ولویږی ، د مدیترانې د ټاپوګانو پاچاهان او د ترشیش هیوادو، د شبا اوسبا پاچاهان به ډالۍ ورته وړاندې کړې. پاچاهان به د هغه تعظیم وکړی او ټول کامونه به يې چوپړ وکړی د فقیر سره به مرسته وکړی او خوار اړو خلکو سره به مرسته وکړی هغو ی به له ظلمه و ژغوری ځکه هغوی ورته ارزښت لری»  مزمور ۷۲بندونه ( ۲۰-۱۹) کې راغلی دی:« شکر اودرنښت دی د هغه په جلیل نوم شی تر ابده به ټوله نړۍ د هغه له شان او جلاله ډکه شی امین امین، دداوود دیسئ دزوی دعا تمامه شوه» .د داوود (ع) د زبور آسمانی مقدس کتاب پیروان باور لري چې بیا به د ادوود (ع) او سلیمان(ع) چې کام يې د اخلاقي او دیني اړخه په فساد او انحطاط اخته شوی وه او شرک او الحاد د هغو په منځ کې شدت پيدا کړی بیرته راشی او هغو به له دې بد مرغی څخه وژغوري