کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۱۲ نیټه.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په پاکستان کې د طالبانو او تندلارو په خلاف روانو عملیاتو ته په اشارې په له افغان او نړیوالو ځواکونو نه غوښتې دي چې د پاکستاني طالبانو د راتګ د مخنیوي لپاره د افغانستان پولې په کلکه وڅاري.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي که چیرې دا طالبان یو ځلې د هیواد په غرونو او درو کې ځاې پر ځاې شول نو د هغوې ویستل په ګران وي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو تبصره کړې او پوښتلي دي چې ولې اصلي کاندیدان په انتخاباتو کې له ګډون نه تیر شول.
ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې دې چې په داې کنډي ولایت کې د خوراکي موادو د کمښت له کبله خلک واښه خوري.
د انیس دولتي ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې د افغانستان پاکستان او امریکا ترمنځ درې اړخیزه غونډه او د افغانستان په وړاندې د امریکا نوې ستراتیژۍ څیړلې او لیکلي دي چې دا هرڅه ریښتینې ژمنې ته اړتیا لري.
ورځپاڼې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په مهال د کیمیاوي موادو د کارولو د رپورټونو په اړه د ولس مشر د ویاند د مرستیال په حواله لیکلي دی چې د کیمیاوي موادو کارول د افغانستان او نړیوالو قوانینو په خلاف کار دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په راروانو انتخاباتو کې د خلکو په ګډون ټینګار کړې دې او لیکلي دي چې په انتخاباتو کې برخه اخستل ديني او ملي دنده ده.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خبلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې افغانان د نړۍ د سترو ځواکونو د تیروتنو قربانیان دي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د پاکستان د ولس مشر اصف علي زرداري په حواله لیکلي دي چې آې ایس آې او سي آې اې دواړو په ګده طالبان رامنځ ته کړل.
ورخباڼه لیکي چې د زرداري دا څرګندونې دا ښۍ چې افغانان تر کومه حده د نړۍ او د سیمې د ځواکونو د غلطو پالیسو قربایان شوي او لا هم له هغې زوریږي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د ولسي جرګې وروستې غبرګون راغستې او لیکلي دي چې ولسي جرګه هواوې ګزوي.
ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د یو جګ پوړي چارواکي دا غوښتنه هم راغستې چې په جنګ کې ښکیل اړخونه دې د بې دفاع خلکو وژنه بنده کړي.
ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په وروستۍ پریکړې هم تبصره کړې چې له مخې يې په ایران او پاکستان کې میشت افغان کډوال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برخه نشي اخستلې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام ددغه کمسیون د ویاند په حواله لیکلي دي چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د راې اچونې د مرکزونو پرانستل پنځوس میلیونه ډالره غواړي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په ناټو د کې د روسیې د سفیر په حواله لیکلي دي چې د امریکا اقدامات په افغانستان کې د سولې د تینګیدو په وړاندې خنډونه جوړوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام دده دا وینا هم راغستې چې له افغانستان سره د ناټو له لارې اړیکې نشي ټینګولې.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د هوايي بمباریو د بندولو لپاره د ولس مشر کرزي د غوښتنې په ځواب کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلا کار په څرګندونو تبصره کړې او پوښتلي دي چې د بمباریو د بندلو په ځواب کې سمدستي منفي غبرګون ولې.
ورځپاڼې د پاکستان د سوات په سیمه کې روان حالات هم څیړلي او هغه يې د پاکستان د حکومت په وړاندې یو ستر ازمیښت بللې دې.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیلې تبصرې يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ایکن بیري د نوې سیاسي او ډیپلوماټیک ماموریت څیړلې چې اوس اوس د سفیر په توګه ټاکل شوې دې.
خو اصلاح بیا د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان په حواله لیکلي دي چې پاکستان د القاعده د نړیوالو عملیاتو په اعصابو بدل شوې دې.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د بیاروغنې په روان بهیر انتقاد کړې او لیکلي دي په هغه لار چې روان یو ترکستان ته ځي.
ورځپاڼې د جرمني له صدراعظمې سره د ولس مشر کرزي د خبرو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او د انګیلا مارکل په حواله يې لیکلي دي چې د افغانستان راتلونکې له پاکستان سره تړلې ده.
ورځپاڼې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستیو سیلاونو په اړه هم یو مطلب خبور کړې او لیکلي دي چې سیلاب ځپلي مرستو ته سترګې په لار دي.