کور / رسنۍ / ډېر ژر به له پښتونخوا ايالت نه (پښتون پوسټ) ورځپاڼه خپره شي

ډېر ژر به له پښتونخوا ايالت نه (پښتون پوسټ) ورځپاڼه خپره شي

د نامتو ژورنالېست او چيف ايډيټر محمد اشرف ډار په مشرۍ د لر او بر افغانستان ټولو پښتنو  ورورڼو او خويندوته زيرې ورکوو .چې 2009 کال د جون د مياشتې له  لومړۍ نيټې څخه چې 1388 لمريزکال  د غبرگولى له 11 نيټې سره سمون خور؛  (پښتون پوسټ) ورځپاڼه خپره شي .


په دې ورځپاڼه کې به د سيمې په کچ  سياسي ، ادبي، کلتوري، ديني، او ټولنيزې ستونزې څېړل کيږي  او ورسره به د نامتو ليکوالو،فرهنگپالو،سياستوالو،علماؤاندونه د کالم  او ليکنې په بڼه  خپريږي او په ځانگړې توگه به پښتون ولس ته نوي،تازه او تاوده خبرونه  وړاندې کوي .



ددې ورځپاڼې د خبرونو د څانگې مشري ليکوال او ژورنالېست ښاغلى فضل قادر (انډيوال) په غاړه لري .
پته،دفتر: (پښتون پوسټ  ورځپاڼه پېښور)  د سټي يونيورسټي
تر څنگ نشترآباد پېښور .
ايمېل  :
Pakhtoon post @ gemail .com
تيلېفون :
2-0912581750
فيکس :
0912581753
03219198062
03219852235