په افغانستان کښي د سياسي ګوندو کړه-وړه او راتلونکی
د هر هیواد آبادي، غوړيدنه، پرمختګ او ساتنه د هغه د اولسونو په ګډو هلو ځلو سره چې د مختلفو ټولنيزو – سياسي جوړښتونو په وجود کې صورت مومي سرته رسيږي . د تاريخ په اوږدو کې د ټولنو د اقتصادي ، ټولنيزې او سياسي ودې د کچې سره سم هم ټولنيزو – سياسي جوړښتونو متناسبه وده موندلې ، مختلفې بڼې او نومونه يې غوره کړيدي . يو له دغه ټولنيزو – سياسي جوړښتونو څخه هم سياسي ګوندونه دي . د دې دپاره چې موضوع اوږده او ښاغلي لوستونکي ستړي شوي نه وي زه د ګوند د تعريف، ډولونو په هکله په دې ليکنه کې څه شی نه ليکم بلکې په افغانستان کې د سياسي ګوندونو کړو وړو او راتلونکي په اړه په لنډه توګه د نظر يو څو ټکي وړاندې کوم :
سياسي واک :
دا درسته ده چې د هر سياسي ګوند اصلي موخه د سياسي واک تر لاسه کول دي، ښه او غوره دا ده چې دغه واک اصولاً د سوله ايزو لارو (ټولټاکنو) څخه لاسته راوړل شي او که د پوځي لارې څخه هم وي نو بايد چې په خپل مټ او قوت ئې لاسته راوړي، نه دا چې د پرديو په ملاتړ او زور سره . په افغانستان کې د ۱۳۵۸ کال د جدي را په ديخوا هر ګوند او يا تنظيم چې د سياسي واک په ګدۍ کښيناستلی نو يا خو مستقيماً د پرديو يرغلګرو په زور، او يا هم د بهرنيانو د توطيو، دسيسو او ملاتړ په نتيجه کې سياسي واک ته رسول شويدي .
غچ اخيستنه او کرکه :
که په افغانستان کې د ګوندونو تاريخ ته وګورو نو هر يوه ئې څه د ګوند اويا تنظيم دننه (په تيره بيا د خلق او پرچم په ډلو کې)، او څه هم د ګوند يا تنظيم بهر (په تيره بيا د مذهبي تنظيمونو تر منځ) دخپلو مخالفينو په وړاندې د جګړو، بندي کولو او وژلو څخه کار اخيستی دی او تر اوسه هم د کرکې او غچ اخيستنې خيالونه او روحيه ورسره لا ژوندۍ ده .
د پرديو ګټو ته وفاداري :
تقريباً ټول ګوندونه او تنظيمونه په شکل د شکلونو د بهرنيو ملکو او په تيره بيا د ګاونډيو هيوادونو تر اغيز لاندې ؤ او دي، او لوی شمير ئې د همدغو پرديو هيوادونو ګټو ته په يوه او بله کچه وفاداري لري . د ګوندونو او تنظيمونو دننه داسې کړۍ شته چې د مختلفو هيوادونو د څارګرو شبکو په لومو کې بندې دي او همدغه کړۍ په ډيره زيرکتيا او مهارت سره د ګوندونو او تنظيمونو د ژوند او عملي فعاليتونو په څرنګوالي بشپړ اغيز لري او د پرديو لاس وهنو ته شرایط برابروي .
ځينو ګوندو او تنظيمونو په مستقيمه توګه د بهرنيو يرغلګرو سره لاس يو کړی، هيواد ته ئې رابللي ، د اجيرانو په توګه د يرغلګرو دپاره جنګيدلي او د هغوئ په برکت واک ته رسول شوي وو ،اوشويدي . پرديو ته د چوپړ له لارې په ډير غير طبيعي شکل سره د دومره زور او زرو خاوندان شوي چې هر وخت د سولې او دموکراسۍ په وړاندې خنډونه او ګواښونه راپيدا کولی شي .
تبعيض او بې اتفاقي :
ځيني ګوندونه او تنظيمونه د سمت او توکم په بنسټ جوړ او فعاليت کوي، امتيازونه ئې تر لاسه کړي او کوي ئې . همدغه ډول سياسي ډلې دي چې تبعيض او بې اتفاقۍ ته لمن وهي، د وطن د خاورې د بشپړتيا ضد روحيه او د هيواد د ټوټې کولو غلط خيالونه هم په سر کې لري .
ذهنيګري او ړوند قضاوت :
که د ګوندونو او تنظيمونو سياسي فعاليتونو ته يوه کتنه وکړو، نو دوئ نه يواځې د ا چې خلکو ته خپلې ورکړې ژمنې نه دي پلي کړي بلکې په تبليغ او قضاوتونو کې ئې ذهنيګري کړيده او کوي ئې . په واقعيتونو سترګې پټوي، د خپل بام د سر واورې د بل په بام وراچوي او خپل ټټو او د بل آس سره برابروي . دغه ډول ناروا چلندونو د هيواد خلک د باور او اعتماد د بحران سره مخامخ کړیدی .
ډال او وسيله :
دا چې په افغانستان کې وروستۍ درې لسيزې د جګړو، وژنو، بندي کولو، د پرديو د تيريو او يرغلونو ډک کلونه دي . په دغه موده کې په ګوندونو او تنظيمونو پورې تړلو ځانګړو اشخاصو له خوا جنايتونه، په بشري حقونو باندې تيری او أن ملي خيانتونه سرته رسيدلي ، خو په دې توپير چې دغه ډول کسان په ځينو ګوندونو او تنظيمونو کې لږ او په ځينو کې بيا ډير دي .، همدغه جنايتکاران، د بشر د حقوقو تر پښو لاندې کوونکي او ملی خائنان د ګوندونو تر شا ځانونه پټوي او د محاکمه کيدلوڅخه د خلاصون په غرض ورڅخه د ډال په توګه کار اخلي . څرګنده بيلګه ئې د بهرنيو هيوادونو په لارښوونه د ملي متحدې جبهې جوړول دي چې په ټولو سياسي ګوندونو پورې تړلي جنايتکاران او ملي خائنين په کې راټول شويدي .
د ائتلافونو ماتول :
سياسي ګوندونه او تنظيمونه پرته له دې چې ملي ګټو او ارزښتونو ته درناوي وکړي، د خپلو کړنو په پايلو غور وکړي ، د خپلو شخصي ګټو په پام کې نيولو سره دپرديو په لارښوونه او اشاره او په واقعيت کې په وروستۍ پايله کې د هغوئ د موخو او پلانو د پلي کيدو په غرض د يووالي او ائتلافونو جوړولو او بيرته د هغو له منځه وړلو په برخه کې د وطن دپاره د دردونو او آفتونو ډک کرغيړن تاريخ لري . البته دوئ د استدلال په توګه دا ټکی وائي چې ګواکي په سياست کې د تل دپاره دوست او دښمن ثابت نه وي، يو وخت دوست وي خو بل وخت همغه دوست دښمن وي ، په پرنسيپ کې دا خبره معقوله ده. خو معقوليت هغه وخت لري کله چې د يو ځای کيدو او ائتلافونو کولو په وخت کې د ډلواو يا شخص ګټو په ځای ملي ګټې او ارزښتونه لوړ او اساسي وګڼل شي .
سياسي پلوراليزم :
د دموکراسۍ د اصولو او غوښتنو څخه يو هم سياسي پلوراليزم دی . په ټولنه کې د مختلفو سياسي ګوندونو شتون هم طبعي او هم ګټور دی ځکه چې د هغوئ تر منځ د مثبتې او سالمې سيالۍ له لارې د هيواد د پرمختګ، خلکو ته د خدماتو او آسانتياوو د برابرولودپاره ښه او لازم شرایط منځته راځي . د واک د انحصارولو او د يکتاتورۍ مخه نيول کيدلې شي، خو په ټولنه کې د ګوندونو ډيروالی بايد علمي او منطقي وي . په افغانستان کې اوس څه د پاسه سل سياسي ګوندونه ثبت او موجود دي، چې په پرديو پورې د تړلتوب د کچې او نظرياتي پلوه يو د بل سره توپير لري . د کيڼ افراط څخه نيولې د ښي افراط پورې پراخ طيف موجود دی . د ګوندونو دغه ډول زيات شمير د خلکو څخه لار ورکوي چې په کوم يو باندې باور وکړي، کوم يو ئې ريښتينی او د خلکو په چوپړکې او کوم يو ئې د پرديو په چوپړکې دی، د چا ګټو ته وفادار دی . د ټولنې پرګنې هم همدغسې ټوټې او ويشي او د متحد اغیزمن عمل کولو په وړاندې ئې خنډونه جوړوي . د ګوندونو دغومره ډير لوی شمير غير طبعي حالت دی . او د غولونکي موکراسۍ او سياسي انارشۍ (ګډوډۍ) پرته بل څه نه دي .
بې تفاوتي :
په هر ډول شرايطو کې يعنې هم په عادي او نورمالو او هم په کړکيچنو حالاتو کې سياسي ګوندونه د وطن د آبادۍ او پرمختګ او دبهرنيو يرغلګرو څخه د هيواد د ژغورنې په لار کې د خلکو د پرګنو د مبارزو سمت ورکوونکی، بيدارونکی، الهام ورکوونکی او سرغندويه وي خو هغه څه چې په اوسنيو شرایطو کې په هيواد کې عملاً ليدل کيږي هغه دا دي چې سياسي ګوندونه په خپل ځان کې بوخت او د خپل ځان دپاره دي، د خلکو او ملي ګټو په وړاندې بې تفاوته او غير فعال حالت لري . د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په خاطر فعال دي . په داسې حال کې چې يو شمير ئې په دې ښه پوه هم دي چې په هيواد کې اوسنۍ ټولټاکنې د بهرنيانو له خوا د بې رحمانه تپل شو جګړو او د امريکائي نيواک د دوام د وسيلې (افزار) پرته بل څه نه دي، بيا هم د خپلو ګټو په خاطر ولس مشرۍ ته نوماندو (کانديدانو) پسې تودې منډې او رامنډې وهي، ژمنې ورکوي او تبليغاتي کمپاين ورته کوي (البته په پرنسيپ کې دا کوم بد کار نه دی او د دموکراسۍ د اصولو سره برابر کار دی)، خو اصلي خبره دا ده چې د دغې تر څنګ سياسي ګوندونه په هيواد کې د روان ناورين او کړکيچ د له منځه وړلو دپاره هيڅ ډول ګام نه پورته کوي . د امريکائي يرغلګرو ځواکونو د رنګارنګ جنايتونو او وحشيانه بمباريو په وړاندې چې په ترڅ کې ئې په کراتو سره په لسګونو او سلګونو بې ګناه ملکي وطنوالو ته مرګ ژوبله او د سر او مال زيانونه رسيدلي، آن انسانيت ته درناوي په خاطر هم هيڅکله د اعتراض غږ پورته نه کړ، په خولو يې مهرونه لګولي او قلمونه ئې مات شويدي . خپل ګوندي او ملي رسالت ته ئې شا کړيده .
پورتنيو څرګندونو او واقعيتونو ته په کتنې او ځير کيدلو سره او په هيواد کې د اداراي فساد، انارشۍ، بې باورۍ بحران، د قانون د حاکميت، امنيت او ثبات نشتوالي د يرغلګرو پوځونو شتون او استعماري چلند په پام کې نيولو سره زما په فکر سياسي ګوندونه او تنظيمونه د دغه ډول کړو وړو او خصوصياتو په لرلو سره په اوسنيو شرایطو کې د دغو ستونزو په اوارولو کې مثبت او اغيزمن رول نه دې لوبولی او لوبولی ئې هم نه شي . ځکه چې ځينې ګوندونه او تنظيمونه خو په شکل د شکلونو، څوک ئې په لږه اوڅوک ئې هم په لويه کچه دموجود بحران عاملين اود دغه بحران په دوام کې خپلې ګټې ويني . زيات شمير ئې په تيره بيا نسبتاً غښتلي سياسي ګوندونه او تنتظيمونه له يوې خوا په پرديو پورې تړلي او د هغوئ ګټو ته وفادار دي او د بلې خوا دوئ د بې حده امتيازونو څخه برخمن دي او هيڅکله د دغو امتيازونو د لاسه ورکولو ته غاړه نه ږدي .
زما په اند په ټوليزه کې دسياسي ګوندونو او هيواد حالاتو ته په کتو سره د سياسي ګوندونو د موجود غير اغيزمن لښکر څخه د دوو لارو د نسبتاً غښتلو او اغيزمنو سياسي ګوندونو د جوړيدلو امکان شته !
۱- د دوو يا دريو جبهو جوړول :
هره جبهه بايدپه هيواد کې د موجودو ستونزو په تيره بيا امنيت او ثبات راوستلو، د وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو، د بهرنيو پوځيانو د وتلو، اداري فساد له منځه وړلو او بيا رغاونې په برخه کې ښکاره، دقيق، عملي ميکانيزم او کړنلاره ولري، تر څو د دغو کړنلارو په پام کې نيولو سره خپلواک مستقل شخصيتونه، د مدني ټولنواو سياسي ګوندونو غړي په اړونده جبهه کې سره راټول شی او د هغوئ هاند او هڅې يواځې د همدغو کړنلارو د پلي کولو دپاره وي . دلته ډير مهم ټکی دا دی چې د دغو جبهو د مشرتابه ټول غړي بايد په واقعي معنی خپلواک او پرديو پورې تړلي کسان نه وي . د هغوئ د قوي ملي اسلامي روحيې ، لوړې سياسي پوهې او تجربې ، نوښتګرتوب ، د وطن او خلکو په وړاندې وفادارۍ، ريښتينتوب او زړورتوب باندې نه يواځې د جبهو غړي بلکې عام ولس هم ډاډ او باور ولري .
د وخت په تيريدو او په هيواد کې د حالاتو په بدلون او عادي کيدلو سره ممکنه ده چې دغه جبهې يا په خپله په دوو يا دريو لويو ګوندو بدلې شي او يا هم د هغو د وجود څخه نسبتاً غښتلي څو ګوندونه جوړ شي .
۲- ائتلافونه او ياا تحادونه جوړول :
په هيواد کې دسياسی ګوندونو دغومره لوی شمير د يوې خوا نا اغيزمن او بې ګټې دی او د بلې خوا غير طبعي او غير ضروري هم دی . د دغه سياسي انارشۍ، غير فعال او نمايشي حالت څخه د وتلو يوه منطقي لاره هم دا ده چې موجود سياسي ګوندونه د مفکورو، عقيدو،کړنلارو او دريځونو د ورته والي او د خپل ګډ تير سياسی تاريخ او تجربوپه پام کې نيولوسره په لومړي ګام کې اتحادونه يا ائتلافونه جوړاو په دوهم ګام واحد ګوندونه جوړ کړي .
د سياسي ګوندونو دپاره بايددخپلوهيوادوالو سوکالي ،نيکمرغي، أزادي،خپلواکي او د ملي ګټواو ارزښتونو ساتنه اصلي موخه، او سياسي واک دغه موخو ته د رسيدلو په لار کې مهمه اغيزمنه وسيله وي، نه دا چې بر عکس، سياسي واک په هره بيه که وي اصلي موخه او خلکو ته چوپړاو ملي ګټې تش غولونکي شعارونه وي .
په درنښت