کور / تازه خبرونه / کندهار.باباولي زيارت کې دولس تنوته مرګ ژوبله

کندهار.باباولي زيارت کې دولس تنوته مرګ ژوبله


دکندهارولايت دارغنداب والسوالۍ پرامنيه قومندان باندي په سوي ځان وژونکې بريدکې دولس تنوته مرک ژوبله اوښتې ده .
په پېښه کې دارغنداب والسوالۍ امنيه قومندان سمونمل زمرى لمړى ټپي سوي خوتردامهاله يې لادژونداومړيني په اړه چارواکې څه نه وايي .
تيرماښام شل باندي اووه بجې دارغنداب والسوالۍ دباباولي صاحب دزيارت په پارک کې هغه مهال يوه ځان وژونکې بريدوکړچې نوموړي قومندان له خپلوملګروسره په خبروبوخت وو.
دعيني شاهدانوپه خبره چې په دغه بريدکې لمړى درې تنه پوليس ځاى پرځاى ووژل سول اونهه تنه نورټپيان سول چې څلورتنه يې ولسي وګړي دي .
دميرويس روغتون دجراحي دبرخي نوکريوال ډاکتران هم وايې چې دوى ته لمړى نهه تنه ټپيان وروړل سول چې ځيني يې له روغتون څخه وروسته دسختوټپونوله کبله دکندهارهوايې ډګرته ولېږدول سول .
دکندهارامنيه قومندان مل پاسوال مطيع الله قاطع هم دارغنداب والسوالۍ دامنيه قومندان دټپي کېدوپخلى کوي خوپدې اړه له زياتوجزياتوورکولوڅخه ډډه کوي .
ارغنداب والسوالي په کندهارکې دميلواوسيل له پلوه ترټولوسرسبزه سيمه ده چې نږدې هره ورځ په زرګونوتنه يې دليدلو اوميلې لپاره ورځي .
دراغنداب والسوالۍ امنيه قومندان چې په خپله والسوالۍ کې ديوه پياوړي پوليس افسرپه توګه پيژندل سوي تردې مخکې هم دوه ځلې پرځانمرګې بريدونه اوڅوبمي چاودنې سوي وې چې هرځل ورڅخه روغ رمټ وتلى وو.