جنګ جګړه
سعيد لودين
د چا به وي دا خوښه دا د ځینو خلکو کار دی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
په صلح او آرامي کې ظالمانو ګته نه ګوري
په شراو په فساد کې ډیریوښه ددوې روزګاردی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
هیڅ کله به نشي جوړ دا خوار اودا غریب وطن
دا کرکه او دا نفرت ترڅو چې کار او بار د ی
خونورد جنګ خګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
بیا پدې وطن ګډ دی نفاق د ملاریا په شان
بیا ددې نفرت په تبه هر خوا یو بی مار دی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
دیو سړی په مرګ څه قیامت جوړیږې دنیا کې
زمونږنه سل مړکیږي هره ورځ شورا بیخاردی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
خلکودی جوړکړی جنت خپل وطن په سوله کې
مونږ يې جوړوو دوزخ غلته مو تګ لار دی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
هرڅه به جوړیږي دې وطن کې خو جرګوسره
د زور او د زیاتي خبره دلته کې بی کار دی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
راشئ سره یوشئ ټول چې جوړکړوداویجاړوطن
خلک په مونږ خاندي چې ډیر بده موروزګاردی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
مړبه کړوزاړه اورونه ډیردی زخمی کړی زړونه
ورکه دې نفاق شي چې وطن پرې خواروزاردی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
ای د آزادۍ لمره د صلح او نیکمرغۍ لمره
راشه زر راخیژه طاهري سترګې په لار دی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی