کور / طنز / ۱۲ مليونه کانديدان !

۱۲ مليونه کانديدان !

وايي يو وخت پخوا به زموږ وطن کې تر هغې ېوه کس په زور پاچاهي کوله تر څو چې به بل د زور خاوندرا پيداشو ،او سر به يې ترې قلم کړ او د پاچاهۍ تخت به يې تر ې ونيوه٠ همدا لوبه کلونه ،کلونه روانه وه ٠ وايي يو وخت داسې راغی چې خلک نور د نامنيو ،جور ،چپاول او د خپلو او پرديو ،له بريدونو او لاس وهنو ، نه تر سپېږمو راغلل ، وايي چې دغو غيرتمنو خلکو دا ستونزې او کړاوونه تر هغې زغمل ،تر څو چې پردي لاسونه ،نه ول را بربنډ شوي، وايي کله چې زموږ خلک پدې پوه شول چې په کور او کلي کې يې د پرديو حکمونه او امرونه چليږي ،نو وايي چې يو دم دا ټول خلک له خپلو کورو،کليو او بانډو ، له غرونو او درو ټول سره راووتل او د يو مشر په لټه کې شول، تر څو د خپل وطن او پت د ژغورلو په خاطر د دښمنانو په وړاندې يو موټی او يو قوت شي٠


وايي چې د غرونو ،درو او د کليو او بانډو دغه بېلابېل سيميز او قومي مشران ټول يوه زيارت ته څېرمه په يوه ځای کې سره راټول شول ،خو له بده مرغه په بلا ډېرو ورځو کې په چا يوه خوله نه شول، د همدغه ناندريو په ترڅ کې يوه تن غږ کړ ٠٠ ٠ راځئ چې نن د دود خلاف ددې جرګې واک او اختيار ددې لوړ زيارت منجاور او ملنګ ته وسپارو ، بس د هر چا په شمله کې يې چې د غنمو دغه وږي کېښودل، هماغه ته به لاس (بيعت) ورکوو٠


دغه نظر پرته له خو خو ، نه ټولو ومانه ٠ وايي چې نالوستي اود دنيا له جنجالو ناخبره ملنګ د داسې يوه ځوان په شمله کې دغنمو وږي ټمبوهل ، چې هغې نه يوازې خپل کلی او ولس له پرديو خلاص کړ بلکې پخپله يې پر اوو اقليمونو واکمني وکړه، او پردي يې د ځان تابع کړل٠


په دې کيسې څو پېړۍ واوښتې ،خو دا څو لسيزې وشوې چې ددې وطن حالات بيا ډېر بدتر شول٠ کوڅه په کوڅه جنګونه ، او په هره کوڅه کې بېل بېل حکومتونه٠ په يوه کال کې شل دريرش واکمنانو يو د بل ککرۍ وخوړې ، د درېرش مليونه خلکو سمه نيمايي برخه خلک يې د واکمنانو قرباني شول٠


داځل هر څه چورلټ بدل دي ،نه عالم څه کولای شي ،نه جرګه او نه هم خوار غريب ملنګ٠


دا دی دا ځل نړۍ وال پخپله زموږ نه تر پوزې راغلل٠ او غواړي چې زموږ خلک هم د ننني پېر د غوښتنو سره سم د ډيموکراسۍ د اصولو له مخې يو خپلواک او منتخب حکومت جوړ کړي ٠


دهمدې غږ سره سم د جنګ نه په راپاتې پنځلس مليونو انسانانو کې دولس مليونو شخصيتونو ، خپل نومونه د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره ثبت او راجستر کړل٠ چې البته د ښاغليو کاندېدانو دغه احصايه د ټول نفوس په سلو کې اتيا برخې تشکيلوي٠ اوس به نو دا درې مليونه ولس خپله رايه د ډيموکراسۍ پر بنسټ په دا دولس مليونه کاندېدانو کې د خپلې خوښې کانديد ته ور کوي٠


خو دا لا نه ده سپينه شوې چې دغو درې مليونو خلکو ولې پخپله خپل ځانونه ، نه دي کانديد کړي چې نورو ته خپله رايه ورکوي٠ ښايي واجب شرايط نه وي،ړانده، کاڼه اوکونګيان وي٠ خو ځينې ناظران شک لري او پدې اند دي چې ښايي دغه درې مليونه انسانان به د خپلو حقوقو ،نه سم نه وي اګاه شوي٠ نو ځکه يې ځانونه ولسمشرۍ ته ندي ټاکل ٠