خریدارزه یم

سعيد لودين | مې 18th, 2009


 دهــــوس پــــه لومـــه بنــــدیـــم دغمــوخـــريـــــدارزه یــــم
دفانـــــي دنـــــیاپــــه غېږکــــي ددردوخـريــــــدارزه یـــــم
 
دسرکښي ځـوانۍ شوردی دساغرپه خواکي ناست یم
دیاغي مغــــان پــــــــه کـــــــورکي دجاموخريــدارزه یـــم
 
لېـــــــونی ښکارم عالمـــــه!دشرین جانان پــــــــه یادکي
همېشه ســــــرځوړنـــــــــدګــــــرزم دفکروخريــدارزه یـــم
 
کـــه هروخت مـــودرقیب سرغوڅاوی چي هېرمونه سم
تـــــــوره زماپــــــــه لاس کي راکړئ دجنګوخريدارزه یم
 
چي افـغان ترې ډارېدلی داتېـــــــره مــــــــژګان دچادي؟
دعبــــــرت درس ترې نــــــــه اخـــــلم دکتوخريــــدارزه یم

Copyright Larawbar 2007-2024